هلمند: ګډو ځواکونو دېرش تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په چاپه او د چورلکو بريدونو کې ديرش تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ اړوند د څاروان کلا په سيمه کې د پوزکي، خانانو او بارکزيو په کليو تيره شپه د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي خلکو په کورونو چاپې وهل شوي دي چې په نتيجه يې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړلس تنه وژل شوي دي او څوارلس نور ټپيان دي.

د سيمي اوسېدونکي وايي چې د تيرې شپې په پيښه کې شپاړلس تنه وژل شوي يواځې د يوې کورنۍ غړي وو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.

ددې سربيره په دې چاپه کې اته تنه ميرمنې او ۶ ماشومان ټپيان شوي هم دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې د ګډو ځواکونو د تيرې شپې په عملياتو کې يو مسجد، درې کورونه او د ولسي وګړو موټرونه او دوکانونه هم له منځه تللي دي.

تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې هم د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې په یو کور هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۱۳ تنه غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، وژل شوي وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

چيرى ياست ها د كفارو او او منافقو مزدورانو خواخوژو ، بادارانو ته مو وواياست چى دا توره نده چى ميرمنى ، زاره او واره شهيدانوى ، كه مو دمور شيدى رودلى وى غازيانو ته مخامخ ورشى بي همتو .