نړۍ

د امریکا د بهرنيو چارو وزير د خاشقجي د قتل په اړه کانګريس ته نوي معلومات ورکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د بهرنيو چارو وزير  مايک پومپيو د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل په اړه کانګريس ته نوي معلومات ورکړي، خو په دې اړه يې له رسنيو سره نور جزيات نه دي شريک کړي، چې پومپيو کانګريس ته څه ويلي دي.

کانګريس د فبروري مياشتې تر اتمې نېټې مايک پومپيو ته ضرب الاجل ټاکلی و، چې د خاشقجي د قتل په اړه د خپلو څېړنو پایلې له کانګريس سره شريکې کړي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير تېره مياشت سعودي  ته د خپل سفر پر مهال ويلي و، چې د خاشقجي د قتل په موضوع يې له سعودي وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره خبرې کړي، خو هغه مهال يې په دې اړه ډېر جزيات نه وو ورکړي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره «سي ای اې»، کانګريس او د ترکيې حکومت وايي، چې جمال خاشقجي د سعودي وليعهد په امر وژل شوی، خو سعودي چارواکي له دې توره انکار کوي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د هغه زوم او سلاکار جاريډ کوشنیر او اسرائيل هڅه کوي، چې بن سلمان ته په دې قضيه کې نجات ورکړي، خو نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د قضايي ارګانونو او استخباراتو په څېړنيزو پایلو کې به محمد بن سلمان مجرم پېژندل کيږی او له سزا خلاصېدل يې ستونزمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x