امریکايي جنرال: مجبور یو له طالبانو سره د هغوی په شرایطو سوله وکړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۷ل): امریکایي جنرال ««دونالد بالدوچ» چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان په حیث دنده اجراء کړې په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې، امریکا په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې ماتې وخوړه او موږ مجبور یو د سولې په برخه کې د هغوی شرطونه ومنو.
بالدوچې د افغان جګړې په تړاو یې له «یاهو نیوز» سره خبرې کولې ، د افغان سولې روانو خبرو ته په اشارې وویل « که موږ د ۲۰۰۱ م کال په وروستیو کې د طالبانو د اوربند غوښتنه منلې وای کولای مو شوای چې د سولې لپاره خپل شرایط ورباندې ومنو خو اوس چې هغوی دا جګړه ګټلې مجبور یو د هغوی په شرایطو د سولې خبرو ته ورسره کېنو».
بالدوچ د افغان جګړې د سرنوشت په تړاو وویل «طالبانو په دې جګړه کې د بري میدان وړی مګر موږ تر اوسه دا حقیقت درک کړی نه دی، ددې واقعیت هضم کول چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې د هغو سرتېرو لپاره یو تریخ غوړپ دی کوم چې د افغانستان په جګړه کې پاتې شوي».
نوموړي زیاته کړه «زموږ سرتېرو هر هغه څه تر سره کول چې امر ورته کېده، هغوی خپل ماموریت په ښه توګه سرته رساوه، خو له دې سره سره دوی لیدل چې څنګه یې ملګري یا وژل کېږي او یا هم د بدن غړي له لاسه ورکوي او د سیاسیونو او نظامي مشرانو د نابریالیو پالیسیو له امله تر اوسه دوی همدا ترخه غوړپونه کوي»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Sakhi Gul
میلمه
Sakhi Gul

American general confess the failurre of America but our government do not realise the truth and creating obsticle on the peace way

مجاهد
میلمه
مجاهد

د نورو په شخصیت بی ځایه بریدونه به دومزه د هغو شخصیت ته تاوان ونه رسوی لکه څومره چه ستاسی شخصیت ته تاوان رسوی.د لیکلو دمخه خپل وجدان او خالق حاظر او ناظر وګڼه د اصل موضع په اړه لمړی پوره معلومات ترلاسه او بیا یی د ارزونی په اړه لیکنه او یا تبصره ولیکه د چا د تبصری یا لیکنی په اړه چه دی سم یا ناسم څه لیکلی وی لوستونکی قضاوت کوی که دی سم لیکلی وی لوستونکی تری څه زده کوی ګټه ورته کوی او تاسی ته شاباس او دعاګانی کوی او د الله ج په نزد… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

کم وخت چه ټرمپ دامریکاصدر سوماورته ولیکل افغانستان هغه ملک دۍ چه ټوله دنیایی دکمونسټانوله تجاوزه خلاصه که بایدددوو(۲)ملیونوشهیدانوقدروسی اوله دوی سره بایدداسی رویه وسی لکه تردوهم جهانی جنګ وروسته چه امریکاله جرمنی سره دبیرته ابادۍ په باره کی وکۍ بایدددوی په خوښه یومخلص اوپاک حکومت پر مقرر کۍ نه داچه بیرته نااهله کمونسټ حکومت پرمسلط سی خوټرمپ دافغانستان دزخایروپه فکرکی ووصحیح اومخلص چیری دوی زخایروته پریښودل غیرله بیننګوکمونسټانو،اوس به دافغانانوغیرت اوننګ ورمعلوم سوی وی انسانان په هرصورت مری خوتاریخ نه مری.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ