د منصور صیب سیاسي بصیرت

عزام حقاني

امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د ۱۹۳۷ هجري قمري کال د شعبان میاشتې په ۱۴ نیټه مطابق د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د جوزا میاشتې په ۱ نیټه، د امریکایي ډرون الوتکې په یو ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید. انا لله وانا الیه راجعون.

غواړم د شهید امیر المؤمنین په سیاسي بصیرت څو کرښې ولیکم ، که څه هم منصور صیب د یو ويشتمې پیړۍ هغه مسلمان، مجاهد او اتل شخصیت دی چې زما عاجز بنده قلم د هغه د ستایلو توان په ټوله معنی نه لري.

منصور صیب په داسې وخت او شرایطو کې د امارت مشرتوب په غاړه واخست چې له څلورو طرفونو څخه د دښمنانو تر حملو لاندې وو ، له ډیرو سختو حالاتو او چلنجونو سره لاس او ګریوان وو ، که چیري خدای مه کړه منصور صیب له شویو تحرکاتو استفاده نه وای کړې واحد او یو امارت به په څو لارو وېشل شوی او یو مخیز به له منځه تللی وو.

راځم د منصورصیب کارنامو او اتلولیو ته، کوم خطرات چې د دښمنانو لخوا امارت ته متوجه وه، ده رحمه الله يې په ډیره پوهه او تدبیر سره په وړاندې کلکه مبارزه وکړه، د دښمنانو د توقع خلاف یې امارت ته نه هېریدونکي خدمتونه وکړل.

۱ــ هغه وخت چې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وفات شو، امارت اسلامي په ډېر حساس حالت کې قرار درلود، او امریکایانو د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه یو ډول څرګندونې کولې ، نو که چیري منصور صیب د امیر المؤمنین وفات خبر نشر او خپور کړی وای، لاندې دوه لوی او ستر زیانونه به یې رامنځته کړي وو:

لمړی ـ امریکایانو به د خپلو عسکرو د ایستلو پرېکړه وروسته کړې وای، ټول توجه او پام به یې د امارت په خپلمنځي اختلافاتو تمرکز کړې وه ، او هم به یې هغه خلا ډکه کړې وه کومه چې دوی ته په نظامي ډګر کې پېښه وه.

دویم ـ عام مجاهدین چې له دښمن سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې په سخت جنګ لګیا وو، نو که چیري په هغو اولو ورځو کې د امیرالمؤمنین له وفاته خبر شوي وای، په روحیاتو او جذباتو به یې دې خبر ډیر بد تاثیر کړی وو ، او طبعا هم د مشر او آمیر په مرګ سره په صف کې لوی لوی درزونه او مشکلات رامنځته کیږي چې بیا یې جبران یو سخت کار وي.

خو منصور صیب له داسی یو سیاست او تدبیر څخه کار واخیست چې د دواړو خطرونو په وړاندي یې امارت جوړ روغ او بریالی را وه ایستی.

۲ ـ د نړۍ لوی، قوي او پرمختللي استخبارت یې وننګول، په ډیره مېړانه او کامیابۍ سره یې د امیرالمؤمنین خلا ډکه او هم یې له دښمنانو څخه پوره دوه کاله په دې پرمختللې او سُرۍ نړۍ کې د امیرالمؤمنین د مرګ خبره پټه وساتله، چې دا یو لویه او نه هیرودونکې سیاسي ماته وه چې دښمن ته یې ورکړه.

۳ـ د امیرالمؤمنین د وفات له مشهوره کیدو څخه وروسته چې امارت له کومو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شو، ده – رحمه الله – په بریا او کامیابۍ سره ټول حل وفصل کړل.

لکه د ځینو کسانو جلاکېدل، خوابدي کېدل او د داعشیانو را پیدا کېدل هغه څه وو چې امارت یې ننګاوه.

د داعش جرړې یې په افغانستان کې وایستلې او ختمې یې کړې کوم چې ټوله سیمه ځینې په وام او ترس کې وه، چې دې کار یې د نړیوالو خاصتا دسیمي هیوادونو توجه جلب کړه.

خوابدي او خپه کسان یې بېرته ټول په ځان راټول کړل، هغه پلانونه او دسیسې چې دښمن په کار اچولې وې ترڅو طالبان په مختلفو ډلو او ګروپونو ووېشي په معدن کې ور خنثاء کړې.

۴ـ طالبان یې نړیوالو ته داسي معرفي کړو چې دا یو قوي، متحد او سیاسي ځواک دی چې هدف یې له افغانستان څخه د یرغلګرو ځواکونو شړل او دلته یو مشروع، خپلواک او ټولو افغانانو ته منلی حکومت رامنځته کول دي.

د طالبانو هغه څېره او بڼه یې چې د دښمن رسنیو دنیاوالو ته ښودلې وه چې دا یو تروریستي ، وحشتناکه او ترهګره ډله ده چې د ټولې سیمې لپاره یو جدي او لوی خطر دی، چې هدف یې د ټولې سیمې بې امنه کول دي، درواغ او افتراء ثابته کړه.

د خپل واک او ژوند په دوران کې یې څو ځله خارجي هیوادونو ته سفرونه وکړل څو یې خپله مبارزه مشروع او حقه ثابته کړه.

او هم یې له خارجي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو جوړولو هڅې وکړې، څو يې د طالبانو په وړاندې د دنیاوالو چې کوم غلط ذهنیت وو ، هغه يې ور جوړ کړ او د طالبانو واقعي او اصلي څېره يې ور وښووله.

۵ـ د هیواد په داخل کې یې داسې کارنامې ترسره کړې چې تاریخ به ورته هیڅکله په کمه سترګه ونه ګوري. لکه په سیاسي ، نظامي ، فرهنګي او تعلیمي ډګرونو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې.

د تعلیم په اړه یې هیوادوالو او نړیوالو ته وښودله چې مجاهدین د تعلیم او زده کړي ضد نه دي.

په خپله لومړۍ اعلامیه کې یې د مکتبونو او ښونځیو په اړه د عام ولس سوالونه او شکونه لري کړل، چې دې کار یې په ولس کې محبوبیت څو چنده زیات کړ، او د هغو خلکو دا خبره چې هر وخت به یې کوله چې مجاهدین د مکتب او پوهنتون ضد دي په خولو کې بنده او وچه کړه او عملا یې وښودل چې مجاهدین د تعلیم او زده کړې پلویان او مدافعین دي.

د سولې په اړوند یې د دښمنانو توطیې او پلانونه شنډ کړل، کوم چې دوی به د خپلو شیطاني رسنیو له لارې عام ولس ته ویل چې طالبان د سولي، امن او ثبات دښمنان دي، او نه غواړي چې په افغانستان کې امن او کراري راشي ، په همدي منظور یې په قطر کې سیاسي دفتر پرانستی، خپل استازي یې ور ولېږل، خو دا دفتر د کابل ادارې د مشر حامد کرزي لخوا بند شو، او همدارنګه په دې میدان کې یې کوټلي ګامونه واخستل او هم یې هر وخت د سولې اړونده خپلې اعلامیې او بیانیې په مطبوعاتو کې نشر کړې. څو ولس او دنیاوالو ته جوته شي چې کوم لوری سولي ته ژمنتیا لري او کوم یې نه لري.

دنیاوالو او خپلو هیوادوالو ته یې د امارت اسلامي رغنده، صفا او سوچه پالیسي او تګلاره په واضحه توګه و ښودله .

په اخیر کې وایم چې امیر المؤمنین واقعا یو مشر، لیډر او قائد وو چې کمزوري امارت ته یې په سیاسي، نظامي ، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي ډګر کې د الله تعالی په مرسته بریا او کامیابي ورکړه، چې بالاخره یې په همدې سپیڅلې لار د عمر ، عثمان او علې – رضوان الله علیهم اجمعین – په څیر خپل سر قربان کړ.

نحسبه کذالک والله حسیبه.

روح دي ښاد او یاد دي تل تر تله وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حماد
میلمه
حماد

سوال دادې چې د ملا محمد عمر اخوند چې طالبان یې امیر مومنین بولې او امارت یې شرعي امارت باله نو څرنګه یې دوي ته جواز درلود چې دوه کاله د شرعي امیر له شتون څخه پرته جهاد وکړې؟