د غاړې ورکولو روحي او بدني ګټې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۷ل): غاړه ورکول یا په غیږ کې نېول د خپګان او خوشحالۍ دواړو وختونو پرمهال رامنځته کیږي، انسان د احساساتو د کنترول، د هغه خپګان حس کولو او ذهني ارامتیا لپاره یو کس څخه لاسونه چاپيرول او په غاړه کې یې ټینګ نیول په روحي او مادي ډول د انسان لپاره ګټور دي.

پوهان وایي چې د ښه احساس ترلاسه کولو ماده یوازې زمونږ په دماغو کې نه وي، بلکې د خوږ دوست او هغه چاته چې مینه ورسره لرئ د شلو ثانیو لپاره کلکه غاړه ورکول نه دا چې پر بدن مثبت تاثیر کوي بلکې پر ذهني روغتیا هم غوره اغیز کوي.

هغه ګټې چې په غیږ کې نیولو یا په غاړې ورکولو رامنځته کیږي:

د تنهایئ احساس کمېدل

د ټکنالوژي او انټرنیټ ډیر استعمال ټولنیز ژوند له ستونزو سره مخ کړئ، د سټریس او ذهني فشار په څېر سترې ناروغۍ یې رامنځته کړي، دغه مهال که تاسې سره کوم نږدې دوست تاسې ته کلکه غاړه درکړي، د تنهایئ احساس او ذهني فشار مو له منځه ځي، روح ته مو سکون وربښي او پر ذهن مو د خوشحالۍ مثبت تاثیر کیږي، په دې سره بدن کې د (oxytocin) ماده پراخیږي چې د روغتیا لپاره ګټور ثابتیږي.

درد او ناراحتي کمېدل

که د درد یا ناراحتۍ پرمهال تاسې ته څوک غاړه درکړي او غیږ کې مو کلک ونیسي ستاسې په روحي او بدني درد کې تر ډیره کمښت راځي، د څیړنو له مخې غاړه ورکولو کې په طبیعي ډول د بدني درد له منځه وړلو اثرات شتون لري.

کله چې د احساساتي خبرو لپاره الفاظ نه وي

ژوند کې داسې احساساتي شیبې راځي چې آن په الفاظو نشي بیان کیدلای، دغه مهال په ټینګه غاړه ورکولو بې له کومو الفاظو څرګندولو خپلې احساساتي خبرې بیانولی شئ او هم دویم کس په درد پوهیږي.

خپګان له منځه وړي

د څیړنو له مخې کله چې تاسې څوک په غیږ کې ونیسئ بدن کې د (cortisol) هارمونونه کمیږي، دغه هارمونونه د وینې فشار زیاتوي چې د زړه ناروغۍ لامل کیږي، په دې سره ذهني فشار او ستومانتیا له منځه ځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د