لوګر: اربکیانو د ښوونځي استاد وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د رسنیو د راپورونو مطابق د لوګر ولایت اربکیانو، د کرنې پوهنځۍ پخوانی محصل او د ښوونځي استاد «نورالدین ستانکزی» په ډزو وژلی.

نورالدین ستانکزی چې ویل کېږي تېر کال د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د  کرنیز اقتصاد له څانګې څخه په لومړۍ درجه فارغ التحصیل وو نن په لوګر ولایت کې د اربکیانو له لوري وژل شوی.

همایون همت چې ځان د نورالدین ستانکزي ټولګیوال ښيي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د اخلاقو نمونه زیارکښه ځوان نورالدین ستانکزی چې تېر کال له پوهنتون لمړئ درجه فارغ شو
کوم بې رحمه اربکی ځناور خپل د ټوپک شاجور په دې عاجز انسان تش کړی او یو زوی یې یتیم ښځه یې کونډه او یو ورور یې تنها ترې پرېښودل».

نجیب احمدزی د نوموړي بل ټولګیوال دی نوموړي د نورالدین له انځور سره لیکلي «  د خپلو زده کړو سره په څنګ کې د خپل کور نفقه او د رنځورې مور پالنه هم ور په غاړه وه. په بې وسۍ او غربت کې یی پوهنتون وویلی . پس له وخته يې په يوه شخصي لېسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.».

یاده دي وي چې د نورالدین ستانکزي وژنې په خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ګډ حکومت مشران  په ځانګړي ډول «اشرف غني» تورن کړی چې په پاکستان کې د پښتنو په وړاندې کېدونکی تشدد غندي خو د خپل هیواد د وګړو د مرګ ژوبلې په اړه چوپه خوله دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د