نړۍ

هند کې د زهرجنو شرابو څښلو اويا کسان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله په دوو پېښو کې اويا کسان وژل شوي دي.

هندي رسنۍ وايي، چې اترپردېش او اترکنډ ايالتونو کې په يوه ورځ په دوو پېښو کې د زهرجنو او غیر معياري شرابو د څښلو له امله اويا کسان وژل شوي او څلوېښت نور بې هوښه شوي، چې اوس تر  درملنې لاندې دي.

پوليس وايي، اتر پرديش ايالت کې ۴۶ او اترکنډ کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې د خوښيو په دوو غونډو کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله دا پېښه رامنځته شوې ده.

ځايي پوليسو ويلي، چې د زهرجنو شرابو جوړوونکي دولس کسان يې نيولي او د پېښې په اړه يې د غفلت له امله يې د ۲۳ دولتي چارواکو او پوليسو دندې هم ځنډولي  دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x