سنګین چیري موقعیت لري؟

رحمت الله نړيوال

سنګین د هلمند ولسوالي د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې موقعیت لري،دغه سیمه کې ټول تور پنجابیان اوسیږي،چې له افغانستانه تل سره سخته دښمني پالي،ځکه خو د کابل ادارې په خؤښه یؤه ورځ بهرنیان او بل ورځ یې د هیواد د صفر یک قطعې باتوران په شپنیو عملیاتو کې پر دې تورو تورو وړوکو ماشومانو او په دې تورو تورو سیاسرو باندې کربلا جوړؤي.

دا چې ډېری افغانان به یې د افغانستان یؤه سیمه یا ولسوالي معرفي کؤي؛ ټول غلط دي او یا یې څوک د بري پښتونخؤا یؤه برخه ګڼي؛ هغوی هم سل په سله کې غلط دي.

زما دا خبره به تاسو ته نابلده ښکاري،خو باید هېڅ نابلده ونه بریښي؛ سنګین که د افغانستان او یا هم د پښتونخوا یؤه برخه وای؛ تاسو به لیدلي وای چې په ویر یې د کابل ادارې مشر اشرف غني په شمول ټول افغانستان ویرجن وای،سنګین که د پښتنو یؤه برخه وای؛ تاسو به لیدلي وای چې د ګران هیواد ګوټ ګوټ کې یې غائبانه جنازې لمانځلو ته څومره خلک را وتلای،سنګین که د پښتنې سیمې یؤه برخه وای؛ تاسو به لیدلي وای چې اشرف غني یې په اړه په څومره په جدي توګه ټویټونه کؤلای.

دا چې سنګین د پاکستان پنجاب ایالت راولپنډۍ ښار یؤه برخه ده او له پنجاب سره د ارګ میشتو افغانانو او د دوی ګنډل خانانو سخته لفظي جګړه جریان لري؛ ځکه خو د سنګین د وړو ماشامانو او سیاسرو په بې رحمانه وژنه د ارګ میشتو په شمول ډېری ګنډل خانان چوپ پاتې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

رحمت الله صاحب،ت
ته په سنګین کی شکمن یی چه په پنجاب کی دی،زه خو وایم چه دا افغانستان ټول په اسراییلو کی دی.
ځکه چه دا څلویښت کاله په درز سره داسی جهاد په کی روان دی ،چه ټول دولتی،اردو .پولیس هر څه واجبالقتل دی.خبری هم ورسره ناروا دی.روسیه سره روا،مسکو جرګه روا،