اشرف غني د سفر پر مهال

د ګډ حکومت مشر ننګر هار ته تللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني نن غرمه د يو پلاوي په مشرۍ ختيځ ولايت ننګرهار ته تللی دی.

نوموړی ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې لومړی ددې ولايت غني خېلو ولسوالۍ ته تللی او هلته يې د سيمې له خلکو سره ليدلي دي.

نوموړي سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې، ملي امنيت عمومي رياست رئيس او د ملي امنيت د سلاکار په ګډون يو شمير لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.

ويل کيږي چې نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار د شينوارو له قومي مشرانو سره وګوري او هغوی به خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم ويلي دي چې محمد اشرف غني به د شينوارو قوم ته په وينا کې د داعش په وړاندې د هغوی جګړه وستايي او په وينا يې چې د ګډ حکومت مشر به په دې سيمه کې د داعش د ماتې اعلان وکړي.

تر اوسه ننګرهار ته د محمد اشرف غني د سفر په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم د نن ورځې غونډې ته خبريالان بلل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د