نړۍ

ترکیه: چين بايد ايغوري مسلمانان د پوځ له اجباري پنډغالو ازاد کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل):  ترکيې د چين حکومت څخه غوښتي، چې د ايغوري  مسلمانانو پر ضد له روان تاوتريخوالي لاس واخلي او په پوځي پنډغالو کې نږدې لس لکه ايغوري مسلمانان ازاد کړي.

د برتانيې ډيلي مېل ورځپاڼې  ليکلي، چې چينايي حکومت ايغوري مسلمانان د خنزير غوښې خوړلو او شرابو څښلو سربېره د کمنيونيستي شعارونو ويلو ته اړ کوي او له خپل دين څخه يې د اړلو لپاره د پوځ په اجباري پنډغالو کې ساتي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير وياند حامي اکسوي په انقره کې رسنيو ته ويلي: «د چين حکومت څه د پاسه لس لکه ايغوري مسلمانان په اجباري پوځي پنډغالو کې ساتي، له خپل دينه يې اړوي، د هغوی ماغزه مينځل کيږي او کميونيستي عقيده منل پرې اجباري کيږي.»

خو چين وايي، چې  په پوځي پنډغالو کې د ايغوري مسلمانانو د ساتلو موخه يې دا ده، چې له ترويزم څخه لرې او کسبي کارونه زده کړي.

ايغوري مسلمانان په ترکمني او ترکي ژبو خبرې کوي او وايي، چې د خپل دين او خاورې خپلواکي غواړي، خو چين يې په تروريستي کړنو تورنوي او د هغو پر خلاف له تاوتريخوالي ډک چلند سربېره دوی اړ کوي، چې له  خپل دينه واوړي او کميونستي عقيده خپله  کړي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړيوال کميسيون او يو شمېر اسلامي ټولنو هم د ايغوري مسلمانانو پر ضد د چينايي حکومت روان چلند بشري ناورين بللی او غوښتنه يې کړې، چې د ايغوري مسلمانانو پر ضد دې روان ناانساني  چلند ودرول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x