
غزني؛ ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): غزني کې د یو سراچهډوله او ۴۰۴ډوله موټرو تر منځ ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي.
د غزني د ترافیکو مدیر منیر احمد بختیار وايي، پېښه نن تر غرمې وړاندې د کابل ـ کندهار لويې لارې په اوږدو کې د اندړو ولسوالۍ ملا نوح بابا سیمه کې شوې ده.
هغه وايي، د سراچې ټولې سپرلۍ ځای پر ځای له منځه تللې دي او په لوی موټر کې د ټپیانو په اړه لا هم کره معلومات نه لري.
دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ هم د کابل ـ کندهار پر لویه لار کابل ته څېرمه ارغندۍ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله تر لسو ډېر کسان ټپیان او څلور تنه مړه شول.
ترافیکي مسؤلین وايي د سړک یخ کېدل او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د داسې پېښو عمده علتونه دي.
سره لدې چې طالبانو ته سخت او درانه مسووليتونه وردغاړې دي خو بيا هم د دوی د ملکي تلفاتو د مخنيوي اداره مسووليت لري تر څو متخلفو خپل سرو ترانسپورت شرکتونو ته درنې جريمې ورکړي تر څو د مسافرو له ژوند سره لوبې ونکړي.