افغانستان

کندهار: د اربکيانو قومندان په بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د اربکيانو يو تن قومندان په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې د عبدالودود په نامه ددې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د اربکيانو يو تن قومندان ددې ولسوالۍ په يخ څاه سيمه کې په وسله وال بريد کې وژل شوی دی
.
عزيزي وايي چې قومندان عبدالودود تير ماښام خپل موټر کې کورته په لاره و چې بريد پرې وشو او وژل شوی دی او بريدګر له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د اربکيانو ياد قومندان له ډېرې مودې راهيسې په دې سيمه کې د طالبانو په وړاندې جګړه کوله او د سيمې ډېری عام وګړي به يې د طالبانو په نامه نيول او شکنجه کول به يې.

تر اوسه طالبانو د نوموړي د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

ډېره د خرمغزي سګوان او سرکوزي قواره يې وه، شکر دی چي لوی څښتن سبحانه د ده له ناولتياڅخه د غازيانو پر لاس د اسلام دا سپېڅلې ځمکه پاکه کړه.
زما ټولو هيوادوالو ته دا توصيه ده چي خپل اولادونه په هر ترتيب چي وي د علم په ګېڼه سمبال کړي چي خدای مه کړه دغسي لوچک لغړيان ځني جوړ نه سي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x