هلمند: نفوذي بريدګر اته پوليس وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په مرکز لښګرګاه کې يو نفوذي برید ګر په يوې امنيتي پوسته کې اته تنه پوليس وژلي دي.

د هلمند يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې تيره شپه ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار په سرګودر سيمه کې يو نفوذي پوليس د خپلې پوستې اته تنه سرتيري وژلي دي.

بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پيښه تائيد کړې ده خو ويلي يې دي چې په دې بريد کې شپږ تنه پوليس وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې په ورته وخت کې طالبانو په سيمه کې په نورو امنيتي پوستو هم بريدونه کړي دي چې سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده خو د کره شميرې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د