ارګ: د کاميابې سولې لپاره بايد طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کيني

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» وياند هارون چخانسوري يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې د سولې خبرو د کاميابۍ لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته کيني.

ښاغلي چخانسوري ويلي، چې ګډ حکومت د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي او په دې اړه يې د حکومت جوړه شوې طرحه د ټولو غاړو په ګټه بللې ده.

دی وایي، چې د حکومت له خوا په وړاندې شوې طرحه کې د هر لوري رول ته جوت دی او د سولې روانې پروسې د بريا لپاره بايد طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کيني.

د ګډ حکومت چارواکو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان روانې جګړې د سوله ييز حل لپاره د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې مهم پړاو ته رسيدلي او طالبانو په عين حال کې، چې د اشرف غني له مخالفو افغان سياستوالو سره د روانې  کشالې د پای ته رسولو لپاره تېره اونۍ د روسيې په پلازمېنه مسکو کې دوه ورځنۍ ناسته وکړه.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت د امریکا او روسيې په ګډون د سيمې او نړۍ حکومتونو ګوښه کړی او د سولې روانه پروسه د طالبانو په غوښتنو او شرطونو مخکې ځي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د کاميابې سولې لپاره بايد طالبان اوسنی مزدور دولت داس ورټی لکه ليونی سپی .

لونګ
میلمه
لونګ

چی طالبان د ګډ حکومت سره خبرو ته نه کشینی نو څه کوی جنګ ورسهر کوی؟ ترڅو پوری. آیا طالبانو تر اوسه کوم ولایت ترینه نیولی ده؟ خو یو بله لار هم شته چی اوس طالبان پری روان دی او هغه دا چی طالبان امریکایانو ته عزر او زاری وکړی چی دا حکومت ورته تسلیم کړی خو هغه وخت به بیا طالبان د خلکو سره مخامخ وی. ربانی هم همدا غوښتنه هغه وخت له روسانو څخه کوله چی د نجیب حکومت ورته تسلیم کړی. بهتره لار داده چی طالبان له هر کفر او کافر سره کیناستل څه کیږی چی دغو… نور لوستل »