آیا طالبان به له کابل حکومت سره خبرو ته کښېني؟!

نسیم شاهد

د مسکو تر وروستی دوه ورځني بین الافغاني کنفرانس وروسته اتکلونه دي چې طالبان به په نږدې راتلونکې کې له کابل حکومت سره هم خبرو ته کښېني.

خو آیا په دې اړه د طالبانو دریځ بدل شوی که خیر؟

د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې له پیل راهیسې، طالبانو له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټينګار کړی او له کابل حکومت سره یې، چې د طالبانو د امارت تر راپرځول کېدو وروسته د غرب او امریکا په ملاتړ رامنځته شو، خبرې رد کړي دي. طالبان کابل حکومت ”د امریکا مزدوره“ او ”پر افغانانو تپل شوې اداره“ بولي. د سولې د مذاکراتو په اړه د طالبانو دریځ دا دی چې لومړی باید بهرني ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي او وروسته باید افغانان د افغانستان د راتلونکې په اړه په خپل منځ کې خبرې وکړي.

په ۲۰۱۷ز کال کې، کله چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شو، امریکا وویل چې دوی به له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي چې طالبان او کابل حکومت خبرو ته سره کښېنوي. دې موخې ته د رسېدلو لپاره، ښاغلي ټرمپ د خپلو جنرالانو په هڅونه د افغانستان لپاره یوه جارحانه جنګي سټراټيژي تایید کړه او د نظامي فشار تر څنګ یې پر طالبانو ډيپلوماټیک، اقتصادي، مذهبي او ټولنیز فشارونه هم راوستل.

د امریکا د دفاع وزارت له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې د ټرمپ د سټراټيژۍ له اعلان راهیسې، امریکا پر افغانستان تر ۹۰۰۰ زیات بمونه غورځولي دي. په ډيپلوماټیکه برخه کې یې هڅه وکړه چې ګاونډیان او نور هېوادونه له طالبانو سره اړیکو پرېکولو ته مجبور کړي. په جده، اندونیزیا او کابل کې یې د علماوو د غونډو په دایرولو سره د طالبانو د مقاومت د دیني مشروعیت د ختمولو هڅې وکړې او په افغانستان کې دننه یې هم د طالبانو پر ضد رواني او تبلیغاتي جګړې ته زور ورکړ.

خو د ټرمپ د سټراټيژۍ له اعلانه نږدې یو نیم کال راوروسته، اوس لا هم طالبان پر خپل هماغه پخواني دریځ ټینګ ولاړ لیدل کیږي، چې هغه له کابل حکومت سره خبرې نه کول دي.

د ټرمپ د سټراټيژۍ تر اعلان یو کال وروسته، د ۲۰۱۸ز کال په جولای میاشت کې، امریکا بیا هم د افغانستان په وضعیت کې کوم د پام وړ بدلون ونه لید. په جولای میاشت کې ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته له طالبانو سره د خبرو پیلولو امر وکړ.

خبرې پیل شوې او اوس هم روانې دي خو د امریکا له ټينګار او فشار سره سره، بیا هم طالبان له کابل حکومت سره خبرو ته نه دي تیار شوي. طالبانو او امریکايي استازو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې متعددې غونډې کړې، خو په یوه کې هم د کابل ادارې استازو شتون نه درلود. د تېر ۲۰۱۸ز کال په ډسمبر میاشت کې، په ابوظبي کې د طالبانو او امریکايي استازو د غونډې پر مهال، د کابل حکومت استازو له طالبانو سره د لیدلو لپاره څو ساعته انتظار وکړ، خو طالبانو بیا هم ورسره ونه کتل.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، له شریعت غږ راډيو سره په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې له کابل حکومت سره د مذاکراتو په اړه د دوی دریځ نه دی بدل شوی او نه به هم بدل شي ځکه، د نوموړي په خبره، ”له کابل ادارې سره زموږ په مذاکراتو سره هغوی ته یو ډول مشروعیت ورکول کیږي او زموږ مبارزه تر پوښتنې لاندې راځي. “

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې دوی له هغو کسانو سره مذاکرات کوي چې یو وخت یې په کابل اداره کې دندې ترسره کړې وي، خو له کابل حکومت سره ”د یوه نظام په حیث“ مذاکرات هیڅکله نه کوي.

که څه هم، له اوسنیو خبرو سره هممهاله امریکا جګړې، بمباریو او چاپو ته زور ورکړی، خو داسې څرک نه لیدل کیږي چې طالبان به د فشار په پایله کې له کابل حکومت سره خبرو ته کښېني، یا دې هم له کابل حکومت سره په خبرو کولو سره خپله مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي او له خپل دریځه دې واوړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Mohammad Shoaib
میلمه
Mohammad Shoaib

زړګیه ! پدی ټول افغان ولس ښه پوهیږی چی که دکابل حکومت واګی د غربیانو په لاس کی دی نو بیا د طابانو پړی هم د آی اس آی په لاس کی دی / آی اس آی د افغانستان بربادی او غلامی غواړی.
طالبان دی پدی پوه سی چی اوس ۱۳۷۶ کال ندی چی د ملت په زور یی د شر او فساد ټغر بی جګړی ور ټول کړ، اوس ملت ستاسو د غیر انسانی کړونو له امله ستاو څخه بیزاره دی او پریبه نږدی چی بیا تور پنجاب پردی شهید پروره وطن حاکم سی.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

.له اتمر.کرزی.قانونی.تڼی سره طالیب په مسکو کی جرګه کیږی،نو ډاکتر صاحب غنی سره د هم په کابل کی خبری وکړی.
نور د قتل قتال څخه څه جوړ نه دی.طالیب باید هر چا سره خبری وکړی(ګواریت)

حماد
میلمه
حماد

د طالبانو له کابل حکومت سره ناسته نه بلکه په شریکه د نظام جوړول او چلول اړین دې،طالبان په امنیت راوستلو او د امیر په اطاعت کې شهرت لرې خو د جدید عصر له اقتصاد، سیاست، ساینس او ټکینالوژي څخه پخوا هم ناخبره وو اوس هم، اوسنی حکومت د عصر په اړتیاوو اګاه، تعلیم یافته او د نړۍ په ډیپلوموسي اګاه حکومت دې خو په امنیت راوستلو او په نظام کې د حکم روایې په رامنځته کولو کې ناکام دې. که طالبان او اوسنی حکومت یا نظام پخپلو کې سره زم شې نو ددواړو خوبیاني به سره مشترکې او یوه… نور لوستل »