افغانستان

یونس فکور: طالبان هر څه اسلامي غواړي «نو ډیموکراسي د څه لپاره؟»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور، چې په تلویزوني بحثونو کې د محمد اشرف غني پلوی بلل کېږي په یوه تلویزوني بحث کې وویل، طالبان هر څه د اسلام پر اساس غواړي، چې په وینا يې دوی ته د منلو نه دي.

هغه، تېره شپه د ولسي جرګې له غړي عبیدالله بارکزي او د پوهنتون استاد ذاکر جلالي سره په ګډ تلویزوني بحث کې، د مسکوناستې په تړاو وویل، چې خپره شوې اعلاميه کې يې هر څه د اسلام پر بنسټ راڅرخي.

فکور د مسکو‌ناسته ګټوره ونه بلله او ګیله يې وکړه، چې په خپره شوې اعلامیه کې يې «د ښځو حقونه د اسلام په رڼا کې، د بیان ازادي د اسلام په رڼا کې، هر څه د اسلام په رڼا کې» بلل شوي «نو دا ډیموکراسي څه شوه؟ اساسي قانون څه شو؟»

فکور چې د خلق ګوند غړی پاتې شوی، وايي طالبان هر څه اسلامي غواړي، په وینا يې «کوم اسلام؟ د چا اسلام؟ ولې دلته قانون نشته؟»

د نوموړي په ځواب کې د روزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي جدي غبرګون وښود او ګوتڅنډنه يې ورته وکړه چې د مقدساتو اړوند له ګستاخۍ تېر شي.

هغه چې د فکور په څنګ کې ناست و، مخ ور واړاوه: «یو څوک چې د اسلام پر الف بې نه وي خبر؛ څنګه ځانته دا حق ورکوي چې پر دین تبصره وکړي؟»

د بیان ازادي چې امریکا او حکومت يې دواړه «لویه لاسته راوړنه» معرفي کوي پرلپسې ترې دا ډول استفاده شوې ده چې له رسنیزې له لارې د مقدساتو اړوند ګستاخۍ پکې شوې دي.

تر دې وړاندې کابل کې «ایکسپریس» ورځپاڼې الله جل جلاله ته لیکلی لیک خپور کړی و، چې توند غبرګونونه يې را وپارول، تر هغه وړاندې د ګډ حکومت په لومړیو کې د محمد اشرف غني مېرمنې په فرانسه کې پر حجاب د بندیز هرکلی وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا لعين خبيث چی يو څو دُری وهل شوی وای او تور مخ پر خره چپه کينول شوی وای بيابه په غنی رولا نه نازيدلای او داسی ګستاخی به يې نه کولای .

غ.حضرت

غ.حضرت

په معاصره نړۍ کی افغانستان د عجائبو ( اشخاصو او پېښو) یوه زړه وړونکې او حیرانوونکې مجموعه ده.
د عجیبو مخلوقاتو له جملې څخه یو هم دا یونس فکور او زر غټي خواخوږی دی.
یونس فکور دروغ وائي نه دیموکراسی ته وفادار دی او نه افغانیت ته. یونس فکور د خان ساب ( ګُل اغا شیرزی) فکری ناظر دی.

سیدزرغون شاه آغا

دابیچاره چی خپلی میرمنی د لندن څخه شړلی دی، او میرمن یی په لندن کی ډیمکراسی کوی اوپخپله په افغانستان کی ډیمکراسی کوی د اسلام مقدس دین په اساساتوڅه پوهیږی.

پتنګ

د فکور خبرې د خره باد دي ، فکور پخونی خلقی ذاتا په دین عقیده نلري او هغه بیچاره سیاسي او تاریخي مالومات هم نلري دوی خلقیان ، پرچمیان ، افغان ملتیان او دانو ر ټرت او لغت يې له اسماني کتابونه هیڅ خبره ندي ! که دوی دحضرت موسی له ۱۲ اسمان روا یتونو ، دحضرت عیسی ع له وعظ او خبرو او همدغسې د اسلامي رهبر حضرت محمد (ص) له خبرو په اساسي ډول خبر وی نو ورته څرګنده شوی به وه چې ټول ننی اجتما عي عدالت او منجمنت یې په دیني احکامو او کتابونو کې تړلي… نور لوستل »

ابوالوفاء

ياره فکور صاحب که څه هم ډېر پوه يې خو بيا هم ډېره غټه تېر وتنه در څخه سوې ده او هغه داچي تر اوسه لا څنګه نه يې خبر چي وايې : « دا ډیموکراسي څه شوه؟ » عجيبه ده ته تر اوسه لا نه يې خبر چي ديموکراسي او کمونيزم دواړه د مجاهدينو سره په يوه سلا د طالبانو لاس مچېدو او عذر غوښتلو ته ماسکو ته ولاړل او هلته يې د هغو پر لاس توبه وکښه. طالبانو هم وعده ورسره وکړه چي لوی څښتن ته د دې رجوع په بدله کي به په راتلونکي اسلامي حکومت کي… نور لوستل »

Karwan

ښاغلي فکور، تاسو چه په خپل وخت کي ددبموکرسي چغي وهلي، څه مو وکړل. په زرهاو افغانان مو ووژل او وطن مو دانارښي سر مخ کړل، دخلکو مذهبي عقيدي اوعنعناتو ته مو په سپک نظر کتل اوچا به چه لمونځ کاوه، هغه ته به مو اخواني ويلي. اخيرڅه وشوه، موږمو هم مهاجرت ته مجبور کړو او خپله بيا غرب ته وتښتيدي. البته هلته وتښتيدي،چه هغوي ته به مو هميشه دامپرياابزم ترعنوان لاندي شعارونه ورکول. اوس لا نه شرميږي او بيا مو شرع کړي،چه خلک دديموکراسي، دغه او هغه نوم لاندي وغولوي. نور بس کړي وخت مو تير دي. کاروان

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx