ننګرهار؛ «اشرف غني ته یوازې اربکي قومندانان وغږېدل»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني ولایتونو د سفر په اوږدو کې نن ننګرهار کې غني خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ، چې ارګ يې ظاهراً د ټاکنیز کمپاین هڅه نه بولي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې محمد اشرف غني د اچین، نازیانو، غني خېلو او مومندرې له ټوپک‌والو مننه وکړه چې ګواکې «د داعش ځپلو کې يې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.»

په ورته وخت کې د یادو ولسوالیو اوسېدونکي چې ډېری يې شینواري دي، د محمد اشرف غني پر دې سفر نیوکې لري او زیاتوي چې یوازې يې له اربکیانو او د هغوی له قومندانانو سره لیدلي دي.

د معین الله صادقیار په نوم یو تن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکي، چې د غني د سفر په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له اربکي مشرانو پرته پکې هیچا ته د خبرو حق ور نه کړل شو.

هغه لیکلي: «شینوارو کې د ولسمشر کاغذپېچ غونډه ترسره شوه، کوم چې هیڅ مخور مشر، عالم او یا کوم ځوان ته پکې د خبرو حق ورنه کړل شو او یوازې د ملېشو د قومندانانو پر اوتو بوتو بسنه وشوه.»

اربکي مشرانو ملک نذیر او حاجي معاون غونډه کې د نورو تجهیزاتو غوښتنه هم کړې او د دوی په خبره د «ولسي پاڅون کوونکو» نور تمویل او تجهیز ته هم اړتیا لري.

د کابل پوهنتون استاد او د ګډ حکومت منتقد ډاکټر فیض ځلاند هم د غونډې د ګډوډېدو خبر ورکوي او پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکي: «غني له شینوارو په تیښته بریالی شو، د وینا منځ کې ځوانانو د شهیدانو او بمباریو د غندنې نارې پورته کړي، سړی ارګ ته په منډه راورسید!»

ننګرهار هغه ولایت دی، چې د داعش په پیاوړي کولو سره پکې د وژنو لړۍ خورا تونده شوه، همدې ولایت کې امریکا «مور بم» استعمال کړ، چې د سیمې په سطحه لویه پېښه وبلل شوه، خو حکومتي شریکان پرې چوپه خوله پاتې شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د