نیوزیلنډ؛ هند څخه د یو ورځنیو سیالیو غچ واخیست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د نیوزیلنډ او هندوستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دریمه شل اوریزه سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ د نیوزیلنډ په هیملټن ښار کې له سختې لوبې وروسته د نیوزیلنډ په بریا ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې د نیوزیلنډ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په زړه پورې توپوهنه یې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې ۲۱۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا اوپنر لوبغاړي کولن مونرو چټکې ۷۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې هند لوبډلې د شیکر دهاون له ویکټې وروسته په زړه پورې توپوهنه پېل کړه، چې په وروستي اور کې ۱۶ منډو ته اړتیا پاتې شوه، خو ویې نشو کړای ټاکلې منډې پوره کړي او سیالۍ یې یوازې د ۴ منډو په توپير وبایلله.

په دې سره نیوزیلنډ لوبډله وتوانېدله چې د درې شل اوریزو سیالیو کې هند ته په ۲-۱ ماتې ورکړي، له دې وړاندې هند نیوزیلنډ ته په پنځه یو ورځنۍ سیالیو کې په ۴-۱ ماتې ورکړې وه، چې نیوزیلنډ خپل غچ په یاد سیریز کې واخیست.

د نیوزیلنډ لوبغاړی کولن مونرو د یادې سیالۍ او ټيم سیفرټ د سیریز غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي په ۱۷۳.۷۵ سټرایک ریټ سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې د هند لوبډلې لپاره په تېره لسو پرلپسې سیریزونو کې دا لومړی وار دی چې ماتې خوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د