افغانستان

سرپل: صياد ولسوالۍ کې درې امنيتي پوستو سقوط کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سرپل ولایت په صياد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريد کې ددې ولسوالۍ د امنيه قومندان په ګډون ۱۳ تنه اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او درې پوستې د طالبانو له لوري سقوط شوي دي.

د سرپل امنيتي چارواکي وايي چې تيره شپه طالبانو په صياد ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې ۸ تنه اربکيان وژل شوي دي او د صياد امنيه قومندان په ګډون پنځه تنه نور ټپیان دي.

بل لورته د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي دي چې د صياد ولسوالۍ په بريد کې يې ۱۳ تنه امنيتي سرتيري وژلي دي او د امنيتي ځواکونو درې پوستې يې هم نيولي دي.

د سرپل صياد ولسوالۍ يوه له ناامنه ولسواليو څخه ده چې وخت په وخت په کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړو ر اپورونه ورکول کيږي.

تر دې وړاندې هم د يادې ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان عبدالمالک نظامي د تير ميلادي کال د دسمبر په مياشت کې له خپلو دوو ساتونکو سره د طالبانو په بريد کې وژل شوی و.

بل لورته له د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي چې ددې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو بريد کې اووه تنه پوليس وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x