افغانستان

کونړ: د ولسي وګړو د وژنې په غبرګون لاريون، اربکيانو لاريون کوونکي وهلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): تيره شپه امنيتي ځواکونو د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو چاپه وهلې ده چې له په نتيجه کې يې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپه وهلې ده چې په نتيجه کې يې د يو پلار او زوی په ګډون درې تنه ولسي وګړي وژلي دي او د سيمې د خلکو کورونه يې نړولي دي.

له پيښې وروسته نن سهار سيمه ييزو خلکو د مړو له جسدونو سره د کونړ مرکز به لوري حرکت وکړ او د یو لاريون تابيا يې نيولې وه چې د چاغان په سيمه کې د اربکيانو پوستې يې مخه نيولې ده او لاريون کوونکي يې وهلي او ډزې يې پرې کړي دي.

بل لور ته د کونړ ولایت په مرکز کې هم په همدې تړاو يو شمير خلک راټول شوي وو ترڅو له يادې مظاهرې سره يو ځای شي چې د امنيتي عسکرو له لوري هغوی هم ډبول شوي دي.

ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري په چاپو او هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې ده چې له امله یې د ولسي خلکو غوسه راپارولې ده.

نن ماسپيښن هم ننګرهار کې د محمد اشرف غني غونډه هغه مهال ګډه وډه شوه چې د شينوارو قوم خلکو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه غونډې ته د لاريون په شکل ورغلل، چې محمد اشرف غني يې له غونډې څخه په بېړنۍ توګه وتلو ته اړ کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x