اشرف غني: طالبانو ته هېواد کې دننه د دفتر ورکولو ته تيار يو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت مشر اشرف غني  نن د ننګرهار ولايت په غني خیلو ولسوالۍ کې يوې ولسي غونډې ته وويل، چې حکومت تيار دی، د سولې خبرو لپاره طالبانو ته په پلازمېنې کابل، کندهار او يا هم ننګرهار کې دفتر ورکړي.

اشرف غني دا څرګندونې د غني خيلو ولسوالۍ کې هغې ولسي غونډې ته کولې، چې له پيل لږه شېبه وروسته د ګډوډۍ ښکار شوه.

د ګډ حکومت مشر ادعا وکړه، چې په لنډ وخت کې به په ټول هېواد کې روانې جګړې او وينې تويدنه بنده شي او امنيت ته به راشي.

هغه تېره اونۍ په مسکو کې د طالبانو او د غني د مخالفو افغان سياستوالو په ناستې هم نيوکې وکړې.

ښاغلي غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د سولې څلور ناستې شوي او ټاکل شوې، چې د دې لړۍ بله ناسته د روانې فبروري مياشتې په ۲۵مه په قطر کې وشي.

د امریکا سربېره طالبانو له افغان سياستوالو، پخوانيو چارواکو او مدني ټولنو سره اړيکې  ټينګې کړي او د افغانستان راتلونکي نظام او حالت په اړه يې تېره اونۍ د روسيې په پلازمېنه مسکو کې ناسته درلوده.

طالبانو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د مسکو ناستې ګډونوالو دغه ناسته ګټوره بللې، خو د ګډ حکومت چارواکو پرې نيوکه کړې ده.

ښاغلي غني د شينوارو قومونو ته په خپلې وينا کې ادعا وکړه، چې ننګرهار کې يې داعش ډله له منځه وړې، خو دغه ډله لا هم د ننګرهار د ځينو سيمو سربېره په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو سيمو فعاليتونه لري.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي شورا يو شمېر غړي وايي، چې د ګډ حکومت چارواکي او امریکا د داعش لپاره تبليغات او پالنه يې کوي او د طالبانو او داعش جګړو پر مهال د داعش ملاتړ کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Basetkhan
میلمه
Basetkhan

طالبان الحمدلله په ټول هیوادکي حاکم ددوی په قول اویافي صده خاوره په واک کي لري دی دیوه بیچاره دفترورکولو ننګ ورته کوي ته خپل دفتر په سیمټودیوالونو ساتي غریبګیه دکوني دښودوځای نلري ننګونه مه کوه باغبان ته دي دخره په ځولۍ کي مڼې وربارکړي وای مڼې اخلي

لونګ
میلمه
لونګ

اشرف غنی نور طالبانو ته څه وکړی. طالبانو څه کړی؟ خو ور دی سی کابل کی دی دفتر سره جوړ کړی دا خو پدی معنی نده چی تسلیم شول.حکمتیار هم کابل کی دفتر جوړ خو هغه ده وینو چی ګډ حکومت سره کار هم نکوی او نیوکی هم پری کوي.