خلیلزاد د سيمې هېوادونو پنځم سفر پيلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغاستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیزاد د خپل ماموريت په موخه د سيمه ييزو هېوادونو پنځم سفر پيلوي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې ليکلي، چې خلیلزاد به خپل مهم سفر له پاکستانه پيلوي او د نورو هېوادونو سربېره به په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې په موضوع مهمه ناسته ولري.

ورځپاڼې د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ليکلي، چې دغه ناسته به د روانې فبروري مياشتې له شلمې نېټې مخکې پيل شي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت او په خپله خلیلزاد تر اوسه په دې اړه څه نه دي  ويلي.

خلیلزاد تر دې وړاندې هم د افغانستان سولې په اړه پاکستان، افغانستان، هند، چين، روسيې، متحده عربي اماراتو او قطر ته سفرونه کړي دي.

نوموړي تېره مياشت هم د طالبانو له ډيپلوماټانو سره شپږ ورځې مسلسله ناسته وکړه او دواړو غاړو دغه ناسته د سولې په برخه کې ګټوره بللې ده.

طالبان او امريکا وايي، چې د سولې په اړه به بله ناسته روانې فبروري په ۲۵مه په قطر کې ترسره شي او دواړه لوري په دغه ناسته کې مهمو پرمختګونو ته هيله من دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د