روزګان: طالبانو د ۱۲ بهرنیو فوځيانو په ګډون ګڼ شمېر دولتي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، د روزګان ولایت په مرکز «ترینکوټ» کې یې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ګڼ شمېر دولتي عسکر وژلي او درنه مرګ ژوبله یې ور  اړولې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې «تېره ورځ سهار دروزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند د شاه منصورو  په سیمه کې  ددښمن الوتکو دمجاهدینو په کمربند سخت بمبار وکړ خو لله الحمد مجاهدینوته  دځانګړي تکتیک له مخې هیڅ زیان نه دی  رسیدلی،وروسته دښمن په دې طمع چې مجاهدین به  له  کمربند نه په شاشوي وي  اوسیمه به تخلیه وي خپل مزدور عسکر او پلي یرغلګر په سیمه ور مرش کړل چې دمجاهدینو له  مخامخ بریدونو سره مخ شول او سخت  وځپل شول».

د احمدي په وینا په یاده پېښه کې د۱۲ بهرنیان او ګڼ شمېر دولتی عسکر وژل شوي او د ۲ شوبلو د ویجاړیدلو سره سره دروند زیان ور اوښتی.

یاده دې وي چې تر اوسه دولتي رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د