ستره عالمه ډاکټره عايشه بنت الشاطئ

عبدالمالک همت

درنو لوستونکو! دا دى تاسي ته د اسلام د نامتو عالمو ښځو له ستري ډلي څخه يوه ستره عالمه،اديبه، د قرآن کريم مفسره او د قرآني علومو ماهره ډاکټره عايشه عبدالرحمان بنت الشاطئ درپېژنو، لوى څښتن سبحانه دې وکړي چي دا پېژندګلوي ستاسو د خوښۍ او پاملرنې وړ وګرځي او د دې سترې عالمې له ژوندليک څخه لازمه ګټه پورته کړئ.

دغه نامتو عالمه په ١٩١٣ع.کال د نيل د سيند پر غاړه په دمياط نومې سيمه کي زېږېدلې ده، د کورنيو ممانعتونو او تعصبونو له امله د ډېرو ربړو او لالهانديو په ګاللو سره په ١٩٣٤ع کال د مصر د منصورې د ښځينه ښوونکو له مدرسې څخه فارغه سوه، بيا يې په ١٩٣٩ع کال د قاهرې د پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د عربي ژبي له څانګي څخه د ليسانس سند ترلاسه کړ.

په ١٩٤١ع.کال يې له دغه پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند په لاس راوړ، بيا يې په دغه پوهنتون کي د خپل استاد نامتو عالم او اديب امام امين الخولي سره واده وکړ. په ١٩٥٠ع کال يې په عربي ژبه او ادبياتو کي د پي، ايچ، ډي ( دکتورا) ډګري ترلاسه کړه.

څنګه چي دې په عربي ادبياتو کي ډېره وړتيا ترلاسه کړې وه او په دې علومو کي يې ډېر کتابونه ليکلي دي، نو په ١٩٦٢ يا ١٩٦٣ ع. کال د مصر په عين شمس پوهنتون کي د عربي ژبي او ادبياتو د پوهنځي استاده وټاکل سوه، چي له دغه مهاله په خورا غور او زيار سره د قرآن کريم په مطالعه او څېړنه بوخته سوه.

په ١٩٦٧ع.کال د ام درمان، په ١٩٦٨ع.کال د خرطوم او الجزاير، په ١٩٧٢ع.کال د بيروت، په ١٩٨١ع.کال د اماراتو د پوهنتونونو او له ١٩٧٥ کاله تر ١٩٨٣ع.کال پوري د رياض د نجونو د روزني د پوهنځي استاده وه او بالاخره د المغرب د قرويين د پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کي د قرآني مطالعاتو پروفيسره سوه، چي دغه دنده يې تر نژدې شلو کالو پر مخ بوتله.

پر دې سربېره يې د رباط په دارالحديث الحسينية، د فاس د شريعت په پوهنځي او د نطوان د اصول الدين په پوهنځي کي پر قرآني موضوعاتو لکچرونه ورکول، دغه راز د دې تر څارنې او لارښووني لاندي ډېرو عالمانو پر قرآني موضوعاتو باندي د پې، ايچ، ډي ( ډاکټرۍ) تر لاسه کولو لپاره څېړني کړي دي.

د قرآن کريم په تفسير او نورو قرآني علومو بوختو کسانو ته د ډاکټري عايشې عبدالرحمان بنت الشاطي نوم يو آشنا نوم دى، دغه ستره مفسره او اسلامي عالمه په اسلامي علمي کړيو کي د ډېر ښه نامه څښتنه ده، دې لومړی د عربي ادب سره ډېره مينه درلوده خو د قرآني څېړنو لور ته د دې د پام اړولو په چاره کي د دې استاد امين الخولي کوم چي بيا د دې د ژوند ملګرى هم سو ډېره ونډه درلودلې ده. دغه نامتو پوهاند په دې چارو کي د دې لارښوونه وکړه، ښه يې وروزله او د هغې علمي او ادبي وړتياوي يې را وپاڅولې او لوړي يې بوتلې.

بنت الشاطي د خپل يوه کتاب ”التفسير البياني“ په سريزه کي اعتراف کوي چي ماته د تفسير طريقه استاد امام امين الخولي را ښوولې ده. دې د قرآني مسايلو په هکله او په نورو بېلو بېلو فقهي او اسلامي موضوعاتو کي تقريبا څلوېښت کتابونه ليکلي دي، چي له هغو څخه يو څو يې دادي:

التفسير البياني للقرآن الکريم، په دوو برخو کي.
مقال في الانسان دراسة قرآنية.
القرآن والتفسير العصري.
الاعجاز البياني في القرآن الکريم.
مع المصطفى ، في عصر المبعث.
نساء النبي صلى الله عليه وسلم.
أرض المعجزات، رحلة في جزيرة العرب.

پر دې سربېره دغې مشهورې مفسرې تر اوسه په بېلو بېلو وختونو کي په الجزاير، هند، پاکستان، بغداد، کويټ، سوډان، مراکش، اماراتو، لبنان او نورو هيوادونو کې په بېلو بيلو نړيوالو څېړنغونډو او پوهنتونونو کي پر بېلابېلو قرآني موضوعاتو باندي مقالې وړاندي کړي دي.

اوس به دلته د دغي نامتو مفسري يو نامتو کتاب ”الاعجاز البياني للقرآن الکريم“ په لنډو ټکو کي در وپېژنو:

دغه کتاب پر يوه سريزه او درو مباحثو مشتمل دى. په سريزه کي بنت الشاطي په هره پېړۍ کي د قرآن کريم د اعجاز په هکله د ليکلو سوو کتابونو په هکله معلومات وړاندي کړي دي. دا وايي: په هره زمانه کي پوهانو دا ادعا کړې ده چي هغو چي د قرآن د اعجاز په هکله څه ليکلي دي، هغه وروستۍ خبري دي. خو په راتلونکې پېړۍ کي د دوى پر دې ادعاوو د منسوخېدو کرښي کښل سوي، د قرآن د اعجاز موضوعات پر هغو باندي محدود نه دي پاته سوي او نوي بحثونه پر پيل سوي دي.

د دغه کتاب په لومړي بحث کي بنت الشاطئ د قرآن پر معجزو باندي بحث کوي او د هغه په ترڅ کي د اعجاز او تحدي د توپير په هکله لازمي او ګتوري څرګندوني لري. بيا د قرآن د اعجاز د لارو يادونه کوي او له هغو څخه پر بلاغي اعجاز باندي ډېره رڼا اچوي.

په دوهم بحث کي ( چي د کتاب اصلي موضوع باله سي) بنت الشاطي د قرآن کريم د اعجاز په لړ کي خپلي څېړني وړاندي کوي. دې دغه څېړني پر درو فصلونو وېشلي دي:

١ . په تورو کي د قرآن کريم اعجاز.
٢ . په الفاظو کي د قرآن کريم اعجاز.
٣ . په اسلوب ( سبک) کي د قرآن کريم اعجاز.

په دې توګه هغې د دې خبري د جوتېدو بريالى کوښښ کړى دى چي قرآن کريم نه کوم زياتي توري کارولى دى او نه يې کوم حرف پرې ايښى دى او نه يې کوم لفظ د کوم بل لفظ پر ځاى استعمال کړى دى. که کوم ځاى قرآن له عامي طريقې څخه اوښتى دى او کوم بل اسلوب يې غوره کړى دى، نو په هغه کي موخه د ستر بلاغت رامنځ ته کېده دي. په دې توګه د قرآن هر تورى، هر لفظ او هر اسلوب په خپل ځاى کي په ډېر بلاغت سره کارول سوى دى چي دا د قرآن اعجاز دى.

د دغه کتاب درېيم بحث د ”بن الازرق“مسايلو ته ځانګړى سوى دى، کومي چي د قرآن کريم په لفظي مباحثو اړه لري.
دغه اسلامي پوهانده چي د ملک فيصل جايزه ورکړه سوې ده او د قاهرې د اسلامي څېړنو د ټولني غړيتوب يې هم درلود، د ١٩٩٨ع.کال د د سمبر په مياشت کي وفات سوه. او په مصر کي په درنو مراسموخاورو ته وسپارل سوه. د دې د جنازې په مراسمو کي د برخي اخيستلو لپاره د نړۍ له بېلو بېلو برخو څخه ستر پوهان، اديبان او فرهنګيان حاضر سوي وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د