زما شهید سنګینه!

حیات پکتیاوال

زما بې ګناه شهیده؛ منم، زموږ خاموشي او ستا په معصومو وینو رنګین پرهرونه، موږ ته پیغور او د پریوتیو ضمیرونو ښکارندوی ده.

که څه هم اسلامي او د مظلومیت غرور به دې دا نه اجابوي چې ته زموږ په څیر بې احساسه وګړیو ته غوږ شې.
خو ګوره، ماته غوږشه، زما خبره واوره، منم له ما دې نفرت کیږي، خو ما معذوره وبوله، او زما پیغام ته دې خپلو معصومو وینو کې ځای ورکړه!

شهید سنګینه؛
په الله(جل جلاله) سوګند؛ په معصومو وینو دې لړلې لمن د زغم څخه وتلې.

د ننګونو سنګینه!

ستا خپل سرښیدونکی او شهکاره تاریخ ته پام نه دی، هغه تاریخ چې تر اوسه هم د ښکیلاک په ماڼیو کې د ویر انګازې غږوي، هغه ځلانده تاریخ چې سین ږیریو اسلامپاله میړنیو دلته د ښکیلاکګرو مغروره پوځي جنرالان په تبرګو ووژل، ستا ماشومانو هم د ملالې یاد تازه او په تشو لاسو یې د یرغلګرو ټانګونه د ډبرو په ویشتو بدرګه کړل، ستا په غیږ کې روزلیو ځوانانو د دښمن تکتیکي روبیټونو سره هغه څه وکړل چې دښمن ورته ګوته په غاښ شو.

زما سنګین سنګینه!
دا چې دښمن دې نور د تیښتې لار لټوي او استعمار یې د کوما په حالت کې ترپکې وهي خود به په هغو سیمو کې له ماشومانو څخه خپل کسات اخلي، چا چې دښمن ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې دي.

زما دردیدلیه سنګینه!
اې د ځمکې په غیږ کې په درانه خوب ویده شهیده؛ وینو دې رنګ راوړئ، چا چې په غرو کې له تا څخه د ژوند حق سلب کړای و، نن ستا قیادت او رهبرۍ ته یې د سوال او زارۍ ځولۍ نیولې، هغوئ ستا په پله روانو لاریو ته د خپل ځان د خلاصون لار غواړي، ستا او ستا د لارې لاروی د بریا تر منزله رسیدلي یاست.

خو موږ تاته مخ نه لرو، ستا پرهرونه هم چې په قلم لیکم د خجالت احساس کوم، ضمیر مې پریوتی وګڼه، ځکه هغه جسم چې غمیزې یوازي په قلم غندي او د فزیکي انتقام په لټه کې یې نه وي، هغه ستا معصومو پرهرونو ته سرټیټی دی.

زموږ مظلوم شهیده؛ لمن مې درته نیولې، د خپلو ګناهونو پټی مو دروند دی، هیله کوم د محشر په ورځ مو غاړې ته لاس اچولو، د حساب مقام ته وړاندې نه کړې، بلکې زما په خجالت سره د شفاعت هیله در څخه کوم.

په درنښــــت

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د