مجنون د ازادۍ یې امام کړی

شعر/حمزه حسیني

مجنون دازادۍ یې امام کړی دی دې خلکو
یو سپین سړی یې مخته درولی دی دې خلکو

راځئ چې مقتدا یې په دې نورو چارو هم کړو
کفري ځواک یې په هر میدان مات کړی دی دې خلکو

پرون ترېنه منفور وو او په کاڼو یې ویشتلو
خو نن یې چې زړه ولې پرې بایللی دی دې خلکو

ممکن چې ستړي شوي دتیارو له مزلونو
ممکن چې بل مشال یې نن موندلی دی دې خلکو

غیور افغانستان کې بلواکي په ګونډو شوې
زوال دباطل هر وختې لیدلی دی دې خلکو

(حمزه) که خدای کول بیا به په خپلو کې ځاریږو
مسیر یې له باطل را جدا کړی دی دې خلکو