
طالبان: هېڅ هېواد د سولې خبرو ته نه يو تيار کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د خپل پروګرام له مخې تيار شوي او د هېڅ هېواد په مرسته د سولې خبرو ته نه دي کيناستلي.
ذبيح الله مجاهد د پاکستان «ډان» ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات د دوی د خپل پلان له مخې روان دي او په دې اړه يې د پاکستان د رول په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.
دی وايي، چې طالبانو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې وروسته هم امریکا ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه، چې امریکا ونه منله او بيا يې په ۲۰۱۳ کال کې په قطر کې د سولې خبرو لپاره سياسي دفتر پرانيست، خو امریکا خبرو ته نه وه تياره او اوس دوی باوري دي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې جګړې د سياسي حل لپاره جدي دی.
د طالبانو وياند وايي، د افغانستان لپاره داسې نظام غواړي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او اساسي قانون به يې اسلامي وي.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د کابل اوسنی حکومت د افغانانو پر ځای د امریکا ګټو ته ژمن دی او دوی ته هغه اساسي قانون د منلو نه دی، چې د امريکايي الوتکو د بمبار په سيوري کې جوړ شوی وي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې واک ته له رسېدو ورورسته به له پاکستان سره څه ډول اړيکې ساتي؟ ذبيح الله مجاهد وويل، د پاکستان په شمول له ټولو ګاونډيو سره به د دوه اړخيزو ګټو په رڼا کې اړيکې ساتي.
د موقت حکومت په اړه د طالبانو وياند وويل، چې تر اوسه په دې اړه بحث نه دی شوی او د دوی لپاره لومړيتوب د بهرنيو پوځيانو وتل دي او تر هغې وروسته به داسې اسلامي نظام په هېواد کې راولي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې ورته نږدې شل لکو افغانانو قربانۍ ورکړي او د هېواد د قاطع اکثريت غوښتنه هم اسلامي نظام دی.
له ګډ حکومت سره د مذاکراتو په اړه ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د کابل ادارې سره مذاکرات په دې معنا چې د اشغال تر سيوري لاندې ناقانونه حکومت ومني او دا کار د دوی لپاره د منلو وړ نه دی.
پاکستان درباندې ۹ میلیارده سوداګرې وکړه ته لا لګیا یې دخلکو په سترګو کې خاورې شیندې، زموږ بدبخته قسمت دې چې په زولنو تړلې مو د آزادۍ غم خوري
امريکا تر۱۵۰۰ مليارډه ډالره ډير په افغانستان کی بايلول خو پر طالبانو يی سوداګری و نه چليده ، پاکستان يی په ۹ مليارډه چلوی ، که د امريکا او د پاکستان زور سره مقايسه کړو د مقايسی نه دی چی په زوره يی طالبان د ځان کړی وای .
په رشتيا چی ډير بد بخته او ډير بد قسمته ياست .
د پاکستان نهه مليارډه ډالر ګټه هسې بي ځايه تور دی ، سعودي او اماراتو تر دې مخه د پاکستان سره ددې مرستو وعده کړې وه ، ند طالبانو سره دسولې خبرو سره تړاو ورکول د عقل کمزورتيا او د روان بهير څخه د ډار وروستی حد دی.
که پاکستان نه وو ، دغه غلامانو به بیا چین او هند که روسیه او امریکا یادوله . بس د ؤندو ګذار یی ، دا خبر چه دلته د امریکا ټانکو زمونږ د خاوری مخ پټ کړی او الوتکو یی زمونږ هوا خپله کړی ، مونږ خو د پاکستان یو ټانک او الوتکه چیری ونه لیدله ، مګر دغو غلامان هڅه لری چه له لوی اشغال د خلکو مخ پاکستان ته واړوی ،