په نړي کي هندوستان ترټولو زیاتي وسلي واردوي

india_imports_weapons
نن ټکی اسیا: ۱۴/۳/۲۰۱۱هندوستان: دسویډن دنظامي چارو څیړونکي وایی چي دوسلو په واردولو کي هندوستان له چین څخه وړاندي شویده اودنړي لومړي هیواد دي چي زیاتي وسلي واردوي
دامنیت دنړیوالي ټولني دفتر (sipri) خبرورکړي، چي له ۲۰۰۶ کال څخه بیا تر ۲۰۱۰ کال پوري   دنړي له وارده شویو وسلو څخه   ۹٪ په سلوکي یواځي هندوستان واردي کړیدي.
راپورونه زیاتوي چي را روانو کلنوکي به هم هندوستان دنړي دزیاتو وسلو د واردونکو هیوادونو په سر کی قرارلري، هندوستان دخپلي دفاعی بودیجي له ۳۲.۵ بلیونه ډالرو څخه ۷۰٪ په سلوکي دوسلو په اخیستلو باندي صرفوي
داسي معلومیږي چي په راتلونکو ۵ کلنو کي به د ۱۰ بلیونه ډالرو د تړون په شمول چي ۱۲۶جنګي الوتکي په پیرودي هندوستان په ۵۰ بلیونه امریکایی ډالره نور ولګوي ترڅو خپل وسلوال ځواکونه په پرمختللو وسلوباندي سمبال کړي
دهندوستان حکومت دوسلو خریداري په داسي وخت زیاته شوي چي له یوي خوا دچین فوځی ځواک په سیمه کي دبرلاسي په حال کي دي اوله بله پلوه پاکستان دپرمختللو وسلو نوي نوي ازمویني کوي، اوتراوسه پوري پاکستان اوهندوستان په خپلومنځونو کي دري جنګونه هم کړیدي
دایسوسیتید پریس له نړیوالي خبري شبکی سره په خبروکی دسویلي اسیا ددفاعي چارو څیړونکي راهول پیډي وویل چي هندوستان غواړي اول داسیا دلويی وچي اوروسته په سمیزتوګه په عسکري سطحه برلاسي هیواد وي
دنړيوال امنیتي چارو دڅیړنو مرکز ویلي، داسي اټکل کیږی چي هندوستان به په راتلونکي کي  هم زیاتي وسلي هیواد ته واردي کړي، ځکه داڅرګنده خبره ده که څوک غواړي چي سیمه باندي برلاسي وي، نو هغه باید عسکري ځواک ته پاملرنه وکړي.
څیړونکي وایی چي چین اوس ددنیا دوسلو واردونکو هیوادونو په قطار کی دوهم مقام لري، داځکه چي چین  خپله ډیري وسلي تولیدوي نو ځکه دوسلو خریداري ته ډیره زیاته اړتیا نه لري.
اودسلو په صادرونکو هیوادونو ګی امریکا په نړي کي ترټولو زیاتي وسلي صادره وي، په دوم اودریم قدم کي روسیه اوجرمنی زیاتي وسلي صادره وي.
تیرکال داکتوبر په میاشت کي هندوستان خبرداري ورکړی وه چي را روانو لسو کلنوکي به له روسي څخه له ۲۵۰ څخه بیا تر ۳۰۰ پوري ډیري پرمختللی جنګي جیت الوتکي پیرودي.
دغه تړون چي ددهلي اومسکو ترمنځ د دیرش بلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شویدي، ویل کیږي دهندوستان دفوځ په تاریخ کي ترټولو لوی تړون دي
                                                                بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د