د امریکا دفاع وزارت سرپرست وزیر کابل ته را رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد پنځم سفر پیل شوی، د پنټاګون سرپرست وزیر هم کابل ته را رسېدلی.

پټریک ایم شاناهان لکه د نورو امریکايي چارواکو په څېر په ناڅاپي سفر نن کابل ته را رسېدلی او د را رسېدو خبر يې هم ورسره ملګرو خبریالانو خپور کړی دی.

ازادي راډیو د دې خبریالانو په حواله وايي، چې د پنټاګون سرپرست وزیر به د حکومت له شریکانو سره د سولې په اړه خبرې اترې ولري.

حکومتي چارواکو د شاناهان د سفر په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو اړوند تبصرې لا هم تودې دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د جګړې د ختمولو لپاره د دوی استازی زلمی خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، ترکيې، جرمني، بلجیم او قطر ته سفرونه ولري.

زلمي خلیلزاد تېره جنوري کې هم له طالبانو سره شپږ ورځنۍ غونډه درلوده، چې بل يې د روانې میاشتې پر ۲۵مه اټکل شوې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د