کندهار؛ د نوي ټاکل شوي والي پر ضد اعتراض دوام لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني د ننګرهار پخوانی والي حیات الله حیات د کندهار د والي په توګه ټاکلی، چې راتلونکو دوو ورځو کې به رسماً دنده پیل کړي.

د دې خبر له خپرېدو سره د کندهار ولایتي شورا او د ولسوالیو مسؤلینو د دې نوې ګمارنې پر ضد اعتراض کړی او ان د ولایت مقام دننه يې خېمه لګولې ده.

د ولایتي شورا غړي وايي، دلته هر راتلونکی والي باید د دوی په مشوره او خوښه وي او د حیات الله حیات د ټاکل کېدو په اړه له دوی سره مشوره نه ده شوې.

ټاکل شوې وه، حیات الله حیات باید تېره شنبه، خپل کار پیل کړی وای، خو د ولایتي شورا غړي وايي دوی ته د والي تر ګمارنې په ولایت مقام کې د شوې پېښې سپیناوی مهم دی.

د ولایتي شورا رییس سید جان خاکریزوال وايي، حکومت باید د «تلې/۲۶» پېښې چې پکې جنرال رازق، د ملي امنیت رییس او څو تنه بهرني عسکر ووژل شول، سپیناوی وړاندې کړي.

حیات الله حیات د زلمي ویسا پر ځای ټاکل کېږي، ویسا په یاد برید کې ټپي او له دندې لرې کړل شو.

دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت د ټاکنې پر وړاندې غبرګونونه را پارېږي، تر دې وړاندې د ګډ حکومت شریک محمد اشرف غني نږدې یو کال کې عطامحمد نور له دندې لرې نه کړای شو، تازه يې د اجراییه رییس مرستیال محمد محقق له دندې لرې کړی، خو هغه لا هم دنده پر مخ وړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د