محمد محقق لا هم خپله دنده پر مخ وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): نږدې شل ورځې وړاندې محمد اشرف غني حکم وکړ، چې محمد محقق نور د اجراییه ریاست د مرستیال په ډول له دنده پر مخ نه‌شي وړلی.

ارګ د روانې میاشتې په څلورمه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي و: «د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق لرې کول منظور دي.»

یوازې دوه ورځې وروسته د دې حکم شل ورځې پوره کېږي، خو محمد محقق خپله دنده پر مخ وړي او ان پر مهمو مسائلو کې له کورنیو او بهرنیو سرچینو سره ناستې هم لري.

تازه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې انګرید هایدن د هغه دفتر ته ورغلې وه او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو يې خبرې اترې کړې دي.

هغه د محمد اشرف غني د حکم په غبرګون کې ویلي و، نوموړی دا صلاحیت نه لري چې دی له دندې لرې کړي.

یاده دې وي اجراییه ریاست بشپړ د اساسي قانون له مخې کوم رسمي ارګان نه بلل کېږي، خو د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د واک د وېش په قرارداد کې یو رسمي بودجوي واحد بلل شوی دی او دا دی خپل پنځم کال يې هم په پوره کېدو دی.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګڼو مهم ملي مسائلو کې هم سره ښکر پر ښکر کېږي او ډېری وخت يې ناندرۍ له رسنیو پټې هم نه دي پاتې شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د