پخوانی امریکايي سفیر: د بهرنیانو له وتلو سره د دولتي ځواکونو ډله‌ييزې تېښتې شونې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، د دوی د ځواکونو له وتلو سره به دولتي ځواکونو ته ور پاتې روحیه هم صفر او ښايي ډله‌ییزو تېښتو ته ځانونه تیار کړي.

ریان کراکر له نیویارک مجلې سره خبرو کې ویلي چې د طالبانو اصلي شرطونه منل شوي او په وینا يې روحیه يې لا پیاوړې شوې ده.

هغه امریکايي چارواکو ته د مشورې په ډول وايي، د ځواکونو وتل باید په وخت پورې ونه تړل شي، بلکې شرایطو ته پام وشي.

تر دې وړاندې مسکو کې د طالب مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي هم له رسنیو سره خبرو کې وویل، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به د دولتي ځواکونو هغه «مېشن پای ته رسېږي چې امریکانو دوی ورته جوړ کړي و» نور به له طالبانو سره یو ځای د هېواد دفاع ته مخه کوي.

دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د روانې میاشتې په ۲۵مه کېدونکې غونډه برخلیک ټاکونکې انګېرل کېږي.

د تېرې جنورې میاشتې له ناستې وروسته طالبانو وویل، دوی او امریکایان دوه کمېټې ګماري، چې د طالب لوري کمېټه به پر دې کار کوي چې افغان خاوره به د امریکا پر ضد نه استعمالېږي او د امریکایانو کمېته به د دوی د ځواکونو پر وتلو کار کوي، د دې دواړو کمېټو کاري پایلې به همدې کېدونکې ناسته کې شریکېږي.

د دې جګړې د ختمولو لپاره زلمي خلیلزاد له خپل پلاوي سره پنځم سفر پیل کړی، چې د افغانستان، پاکستان او قطر په ګډون به ځينو اروپايي هېوادونو ته هم سر ورښکاره کړي.

یاده دې وي د تېرې جنورې له ناستې وروسته د ایټالیا د دفاع وزیرې هم وویل، چې د روان کال تر وروستیو به خپل ټول عسکر چې شمېر يې نږدې زرو تنو ته رسېږي، له افغانستانه وباسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د