د ناروغ په خیټه کې پاتې شوې قیچي درې میاشتې وروسته ویستل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): هند کې د ډاکټرانو غلطۍ د عملیاتو پرمهال د ناروغ په خیټه کې پاتې شوې قیچي درې میاشتې وروسته ویستل شوې ده.

د هندي رسنیو راپورونو سره سم د هند په حیدر اباد ښار کې یوه ۳۳ کلنه میرمن «مهیشواري چودري» په خیټه کې د سخت درد له کبله روغتون کې داخله شوه، چې د معاینو او ایکسری کولو نه وروسته د میرمنې په خیټه کې قیچي موندلې شوې ده.

د ایکسری په موندلو سره ډاکټرانو سمدلاسه عملیات ترسره کړي او د یادې میرمنې له خیټې څخه یې ۶ انچه اوږده قیچي ویستلې ده.

د ناروغ کورنۍ وایي چې تېر کال د نومبر میاشتې په دویمه نېټه یې په همدغې روغتون کې ددې میرمنې عملیات ترسره کړي وو، خو د ډاکټرانو غفلت او بې پرواهۍ له کبله یې په خیټه کې قیچي پاتې شوې وه.

که څه هم دغې میرمنې د خیټې له درد څخه له ډیره وخته شکایت کاوه خو په درد وړونکو درمل خوړلو سره یې وخت تیراوه، چې په وروستیو کې یې درد زیات شو او روغتون ته ویوړل شوه.

د روغتون ادارې د یادې پېښې څیړلو لپاره کمیټې ټاکلې او د ډاکټرانو د غفلت او لا پرواهۍ پر وړاندې یې د سختې پلټنو امر کړی، چې په یوه اوونۍ کې به پریکړه وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د