افغانستان

سوله؛ عبدالله هم وايي تر چوکۍ ورته تېرېدلی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله دعوه وکړه، چې که سوله د ده د چوکۍ پر قربانۍ راتللی شي، نو دی دې قربانۍ ته حاضر دی.

هغه چې نن د وزیرانو شورا ناسته کې خبرې کولې وویل، سوله هم غواړي خو په وینا يې «اسلامي جمهوریت او شته لاسته راوړنې» دې هم پر خپل ځای وي.

عبدالله عبدالله وویل، د سولې لپاره عملي ګامونو ته اړتیا ده، په خبره يې تر اوسه د سولې روانو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

اجراییه رییس پر دې مشهور دی چې د چوکۍ په مینه کې له خپل بل شریک محمد اشرف غني سره سیالي کولی شي، د هغه اوسنۍ چوکۍ هم د اساسي قانون خلاف او د دوی دواړو تر منځ د وېش پر اساس را منځته شوې ده.

وزیرانو شورا نننۍ ناسته کې له عبدالله عبدالله سره د هغه مرستیال محمد محقق هم ناست و، چې نږدې شل ورځې وړاندې يې محمد اشرف غني له دندې د لرې کېدو امر کړی و.

محقق د مسکوناستې ګډونوال هم و، چېرته چې يې د بهرنیانو پر وتلو، د اسلامي نظام پر راتګ او سولې پر غوښتلو د هو سر ښورولی و.

په ورته وخت کې د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پرخپل اتلس ورځني سفر پیل کړ، چې قطر کې به له طالبانو سره هم خبرې اترې ولري.

په همدې حال کې نن د امریکا سرپرست دفاع وزیر کابل ته راغلی او ټاکل شوې د حکومت له شریکانو سره به د سولې اړوند وغږېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

هغه چی له چوکی ور تیریدلی شی نو تاسی څه بال وهلی یی، تاسی هم له څه تیر بشی چی سوله راشی. د جنګ توان هم نلری، زندانونه مو یو په بل پسی مانیږی، هر ورځ په لسګونو مړه کیږی چا لپاره جنګ کوي؟ آیا دی جنګ ته جهاد وایی، تر څو به خلګ د جهاد په نوم غولوي. ###

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close