اشغال او ګوډاکی حکومت څنګه پېژندلی شو؟

ابراهیم عاصم

دلته د نړيوال قانون په رڼا کې پر دې ټکو لنډه تبصره کوو: يوه سيمه څه وخت اشغال ګڼله کيږي، اشغال کومې بڼې لري او ګوډاکی حکومت څنګه وپېژنو؟ بحث د افغانستان د وضعيت په کانټکسټ کې محدود دى، نو ډېر پام يوازې هغو ټکو ته کيږي چې د ياد وضعيت په حقوقي ارزونه کې راسره مرسته کولی شي.

د اشغال په تعريف کې داسې لولو: کله چې يوه خاوره د دښمن پوځ تر واقعي کنټرول لاندې راشي، هغه اشغال شوې ګڼله کيږي(۱). د اشغال د موجوديت لپاره به كتل کيږي چې اشغالګر د دې توان لري چې د سيمې ځمکه او فضا په خپل مؤثر کنټرول (effective control) کې راولي او که نه، که هغه د يو دولت ټوله خاوره وي يا يوه برخه.

د «مؤثر کنټرول» تفسيرول د اشغال پېژندلو د بحث تاداو ګڼل کيږي. تر هر څه لومړی خو دا ټکی د نوي نظام د جوړولو مفهوم افاده کوي، او يو نظام هغه وخت نوی ګڼل کيږي چې ګوښه کړی شوی حکومت واک له لاسه ورکړي او اشغالګر جهت په يوه داسي موقعيت کې وي چې د خپل واک په حاکمولو سره رامنځته شوې خلا ډکه کړي(۲). يعنې د حکومت د چارو واګي يې متسقيما په خپل لاس کې ونيسي.

خو ځينې وخت سيمه په غیر مستقيمه توګه د اشغالګر لخوا کنټروليږي، او مستقيمې چارې يې د غلام حکومت (puppet government) يا په يو بل ډول د «تابع» شوي محلي قوت لخوا پر مخ ځي(۳).

همدارنګه ځيني وخت په يو دولت کې د کوربه حکومت په «رضايت» بهرني پوځونه ميشت شوي وي، دا مېشتېدل د اشغال معنا نه ورکوي، خو دغه «رضايت» شايد هغه وخت په قانوني لحاظ معتبر وي چې کوربه حکومت خپلواک وي او واقعا دا صلاحيت ولري او عملا پر دې وتوانيږي چې بهرني ځواکونه په خپل امر سره له خپلې خاورې وباسي او د هغوی لخوا له هيڅ ستونزې سره مخ نه شي.(۴) دلته د «عملا توانېدو» قيد ډېر مهم دی، ځکه په داسې معاهدو کې کوربه هېواد ته د کاغذ پر مخ دغه صلاحيت ورکول کيږي چې که وغواړي بهرني پوځونه پرته له چون او چرا ويستلی شي، خو بايد وکتل شي چې د عمل ميدان کې دا کار څومره ممکن دی؟

د بهرني دولت لخوا د يو ملک متسقیم کنټرول يا مستقيم اشغال خو په اسانه توګه ارزيابي کيدی شي، پوښتنه دا ده چې تابع يا غلام حکومت څنګه پېژندلی شو، په بله وينا؛ کوم حالت ته غير مستقيم اشغال ويلی شو ترڅو په هغه حالت کې موجود کوربه حکومت ګوډاګی وګڼل شي؟

د غير مستقيم اشغال د شتون ارزيابي د عمل په ميدان کې نسبتا ستونزمن کار دی، ځکه خو په ځينو نړيوالو قضائي پريکړو کې د دې ارزيابۍ لپاره يو عمومي سټينډرد ذکر شوی چې: که چېرته پر هغه سيمه ايز (کوربه) ايجينټ باندې چې عملاً د سيمې چارې په لاس کې لري، بهرنی دولت «عمومي کنټرول» ولري؛ اشغال موجود ګڼل کيږي(۵).

دا سټينډرډ شايد د افغانستان د وضعيت په حقوقي ارزونه کې څه ناڅه ګټور تمام شي، ځکه چې قضايي رويې د نړيوال قانون يوه مهمه سرچينه ګڼل کيږي. خو دا ارزونه جدا بحث غواړي.

د بهرنيو پوځونو په حضور کې د افغانستان کې روانه جګړه له يوه بل اړخ هم اوږد بحث غواړي، چې آيا دا د نړيوال قانون په رڼا کې کورنۍ جګړه ده او که نړيواله؟ ځکه د دې په تعين پورې د ډېرو موضوعګانو برخليک تړلي دي.

د ځينو نړيوالو قضايي پرېکړو پر اساس، د يو دولت په خاوره کې دننه وسلواله داخلي جګړه هغه وخت نړيواله ګرځي، يا د کورنۍ جګړې تر څنګ نړيوال اوصاف هم خپلوي، که چيري له لاندې صورتونو څخه يو يا دواړه موجود شي:

لومړی صورت: بل دولت د خپل پوځ په واسطه په هغې نښته کې مداخله وکړي، او يا:

دوهم صورت: د همدغې داخلي وسلوالې نښتې ځينې ګډونوال د هغه بل دولت په نيابت کار وکړي.(6)

د لومړي صورت د شتون او نه شتون په ارزونه کې هم، د مستقيم اشغال په څير، پېچلتيا نشته.

د دوهم صورت ارزيابي ځيني ډېره اسانه وي او پرته له کوم ابهام څرګندېدی شي چې د يو دولت عسکر د بل دولت په نيابت جنګيږي، او ځيني وخت بيا قضيه دومره رڼه نه وي او پېچلتيا په کې وي. په داسې وخت کې به دوهم صورت په شتون او نه شتون څنګه پوهېږو؟ د دې د جواب لپاره د عدل نړيوالې محکمې (ICJ) په خپلې يوې مشهورې پريکړې کې د «مؤثر کنټرول» اصطلاح کارولې، تر څو معلوم کړي چې په نيکاراګوا کې د جنګيدونکې ګوريلايي ډلې (چې د امريکا لخوا يې ملاتړ کيده) په کړنو کې د امريکا دولت مسئول ګڼل کيږي او که نه. د «مؤثر کنټرول د ارزيابۍ» لپاره به کتل کيږي چې آيا ريښتيا هم د يادې ډلې او د امريکا تر منځ رابطه دومره پياوړې ده چې له يو پلوه پرې دا تکيه کوي او ملاتړ ته يې اړ ده او له بل پلوه يې کنټرول د هغه په لاس کې دی؟ که همداسې وي، نو دا به په ځای کار وي چې ياده ډله د امريکا دولتی ارګان يا د هغه حکومت د لاس آله وګڼله شي.(7)

دا چې په ياده پرېکړه کې د «مؤثر کنټرول» سټينډرډ زمونږ له بحث سره څومره تړلی دی ترڅو پرې د دوهم صورت د ارزيابۍ لپاره استدلال وشي؛ په دې اړه ډيرې ضدو نقيضې قضائي پريکړې او مختلف علمي بحثونه شوي دي. البته د اختلاف ټکی دا دی چې آيا دا ارزيابي صرف او صرف د يو دولت له حقوقي مسئوليت (state responsibility) سره تړاو لري چې کوم وخت ورته د نورو د اعمالو مسئوليت راجع کيږي، او که ورسره د ګوډاګۍ ډلې مشخصات هم واضح کوي؟ که د پرېکړې څرګندونو ته ځير شو، داسې برېښي چې ياد سټينډرډ له دواړو موضوعګانو سره تړاو لري؛ ځکه چې د بهرني مؤثر کنټرول په موجوديت سره که له يوې خوا بهرني دولت ته ځيني مسئوليتونه ورګرځي، همدارنګه ورسره د کوربه دولت اعلی حاکميت هم له منځه ځي، او د اعلی حاکميت شتون خو د يو دولت له څلورو عناصرو څخه مهم عنصر دی چې نه شتون يې د دولت د نه شتون په معنا دی، ځکه خو يې مسئوليت هم بهرني دولت ته منسوبيږي.

په دې بحث کې د يادو شوو ټکو په پام کې نيولو سره شايد تر يو څه حده دا اندازه ولګول شي چې آيا افغانستان اشغال دی؟ برحاله حکومت ګوډاکی دی او که خپلواک؟ جګړه نړيواله ده او که کورنۍ؟

څرګنده ده چې زما دا لنډه ليکنه د دې پراخې موضوع د څېړلو لپاره کافي نه ده، خو شايد لوستونکو ته د موضوع په اړه يو عمومي تصور ورکړي. اميد دی په دې اړه نور مسلکي ورونه دا سلسله وغځوي او خپلې څېړنې لا پسې پراخه او په ساده ژبه يې له نورو سره شريکې کړي.
——————————
سرچينې:
-د ۱۹۰۷ م کال د هيګ د اصولو: ۴۲ ماده.

۲- د دې لپاره دې لاندې مراجع وکتل شي:

– UK Ministry of Defence, ‘The Manual of the Law of Armed Conflict’, Oxford University Press, 2004.

– International Criminal Tribunal for Yugoslavia, on ‘Prosecutor v. Naletilic’, para 217.

– A. Roberts, ‘What is Military Occupation?’, British Yearbook of International Law, Vol. 55, 1984, p. 249, 300.

۳- د دې لپاره دې وکتل شي:

مخکنۍ شمېره کې اوله سرچينه ( پاراګراف: 11.3.1)

Sylvain Vite, ‘Typology of armed conflicts in international humanitarian law: legal concepts and actual situations’, International Review of
the Red Cross, Vol. 91/873, 2009, p.74.

Eyal Benvenisti, ‘The International Law of Occupation’, 1993, p.5.

4- وګوره:
Chris Faris, ‘The Law of Occupation and Human Rights: Which Framework Should Apply to UN forces?’, Australian Int. Law Journal, 12/2005, p. 64.

۵- وګوره: د یوګوسلاویا لپاره د نړيوالې جنايي محکمې پرېکړه په لاندې قضيو کې:
ICTY, Prosecutor v. Blaskic, Case No. IT-95-14-T, Judgmet (Trial Chamber), 3 March 2000, para 149.
ICTY, ‘Prosecutor v. Naletilic’, Paras 181-188, 197-202.

۶- وګوره:
ICTY, Prosecutor V. Tadic, Case No. T-94-1-A, Appeal Judgment, 15 July 1999. Para. 84.

۷- د دې لپاره د ((Nicaragua case په اړه د عدل نړيوالې محکمې پريکړه وګوره.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ولى شف شف وايو ، هغه كس به دير احمق وى چى واى افغانستان ندى اشغال امريكا پر أفغانستان حمله كرى ، زمكه او فضاء يى په واك كى ده ، د يو امريكايى رستورانه يى يو چكچلان را بار كرى و ويل دا مو ريس دى . فلسفى او سفستى ته ضرورت نشته ، افغانستان كفارو اشغال كرى او اوسنى جنگ د اسلام او كفر جنگ دى ، كفار به حتماً خپله ماته منى .

حماد
میلمه
حماد

د افغانستان په اشغال کې هیڅ شک نشته خو په دې هم نه یو شکمن چې ددغه اشغال د خاتمي دعوه داران هم ایل او د نورو لاسپوڅي دې هم په شرعي لحاظ حر نه دې او هم په ملې توګه نه آزاد دې نه آزادۍ بخښونکې او دا هغه ناهیلي ده چې موږ په توګه د ملت ورسره مخ یو