له اخوان المسلمين وروسته سعودي حکومت د دعوت او تبليغ ډلې سره هم دښمني پيل کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سعودي د اوقافو او مذهبي  چارو وزارت سلاکار احمد الفيفي د دعوت او تبليغ ډلې پر  ضد هم توندې څرګندونې کړي او وايي، چې د دې ډلې خطر هم له اخوان المسلمين څخه کم نه دی.

احمد الفيفي د سعودي حکومت پلوې عکاظ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې د تبليغ ډله هم د دعوت په نوم خلک د ترهګرۍ لپاره منظموي.

سعودي حکومت د دعوت او تبليغ ډلې پر ضد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو درې څلورو کلونو راهيسې په سعودي کې د مذهبي فعاليتونو پر ضد د حکومت چلند توند شوی دی.

د دعوت او تبليغ ډله يوازې  دعوتي کارونه کوي او له هر ډول سياسي او نظامي فعاليتونو  ځان ګوښه ساتي، خو د سعودي حکومت يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورونوي.

د اوقافو او مذهبي چارو وزارت سلاکار وايي، چې د دعوت او تبليغ ډله د حکومت بيعت نه مني  او د دې پر ځای د هرې سيمې لپاره خپل امیران لري او دا کار د حکومت په داخل کې د بل حکومت په معنا دی.

د عوت او تبليغ ډله په ۱۹۲۶م کال کې تېره پېړۍ د هندي  عالم مولان محمد الياس کاندهلوي رحمه الله په لاس تاسیس شوې او دغه ډله د هند، پاکستان  او ټولې اسلامي نړۍ سربېره په اروپا او امریکا کې خپل دعوتي فعاليتونه پر مخ بيايي او په هېڅ هېواد کې يې  پر کارونو بنديزونه نه شته او دا لومړی ځل دی، چې سعودي دا ډله د  ترهګرو ملاتړې بللې ده.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوی احمد
میلمه
مولوی احمد

دا تبلیغی ڈلہ دجہاد نہ منکر دی او وایی نن صبا دمکی دور حالات دی او جھاد کار نہ ورکہ یی، او بلہ داچہ دا ڈلہ پہ عقائد کی جبریہ عقیدہ لری اودمخلوق د کسب نہ منکر دی او فاعل حقیقی اللہ تعالی بولی

لونګ
میلمه
لونګ

لکه چی پیس درباندی ودرولی دی. بله خیره چی دا د تبلیع و دعوت ډلی ## تر اوسه څه کړی، فلسطین یی فتح کړ، د نیانمار د مسلمانانو دفاع ته ورغلل او یا کچیری د افغانستان سوله یی راوسته. تر اوسه یی کوم خدمت اسلام ته کړی؟ یو مثال یی ووایی؟ ###

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د اتیایمی میلادی لسیزی په اوایلو کی ( هغه وخت زه په المان کی اوسېدم) دا تبلیغیان آلمان ته راتله، هغه وخت د شورویانو او افغان د جګړې اور ډېر تود ؤ. دا پاکستانی تبلیغیان د لندن د ښار د ریجنس د پارک په شمالی برخو کی په یوه لویه ودانۍ کی اوسېده او د لندن طیف اسلام ئې په مغز او وینه کی تزریق سوی ؤ، موږ هم د شوروی سره د لېونۍ دښمنۍ پخاطر د شوروی د هر دښمن سُرنا په شوق او ذوق اورېده. جالبه داوه چي دا ### اکثره پنجابیان وه مګر د اکثرو ئې پېښورۍ… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

الله ج فرمایی وعتصمو بحبل الله جمیغا و لاتفرقو، په یو اسلام راټول شی تفرقی مه کوی ټول. ټول اسلامی ګوندونو جوړولو ته نه یواځی دا چه اسلامی جواز نشته حتی د دغه ایت نه تعمیلولو کناه کبیره او نه منل یی کفر دی ، یو کوچنی جواز لری چه محتویات یی د اسلام سره توپیر ونه لری او د ځان په شان خلکو د راټولولو او پيژ ندلو د پاره که کوم نوم په ځآن کیږدی بیا پروا نه لری . مرګ نن صبا د اسلامی احزابو محتویات یو له بله او حتی اصلی اسلامی سره ډیر تفاوت لری… نور لوستل »