د اخوان المسلمين د رهبري شورا رئيس محمد بديع د مصر په يوې محکمه کې.

مصر: د اخوان المسلمين د رهبري شورا د رئيس په ګډون ۲۶ تنه په درې کاله بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د مصر سترې محکمې د اخوان المسلين اسلامپال ګوند د رهبري شورا د رئيس په ګډون د دې ګوند ۲۶ غړي په درې کاله بند محکوم کړي دي.

د مصري رسنيو د راپورونو له مخې محکمې د اخوان المسلين ګوند د رهبري شورا رئيس محمد بديع په ګډون يې ۲۶ تنه د مصر محاکمو ته د سپکاوي په تور په ۳ کالو بند محکوم کړي دي.

تر دې وړاندې يوې محکمې د يادو ۲۶ تنو په اړه د درې کاله بند پريکړه کړې وه خو د اخوان المسلمين د ګوند د يادو غړو مدافع وکيلانو په پريکړه د اعتراض په توګه سترې محکمې ته مراجعه وکړه خو سترې محکمې هم د تيرې محکمې ياد حکم تائيد کړی دی.

د اخوان المسلمين په دې ۲۶ تنو کې د رهبري شورا د رئيس محمد بديع په ګډون د محمد البيلتاجي، سعد القحطاني او سافويت حجازي په نامه څو تنه نور مشران هم موجود دي.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې د مصر په پخوانی ولسمشر محمد مرسي واک ته ورسېد د پوځ له لوري کودتاه وشوه او په پايله کې يې د پوځ مشر عبدالفتاح سيسي واک ته ورسېد، له هغې وروسته د مصر حکومت د پخواني ولسمشر محمد مرسي په ګډون د اخوان المسلمين ګڼ شمير پلويان ونيول او زندانونو ته يې وليږل چې اوس هم د مصر په زندانونو کې شپې تيروي.

تر اوسه د محکمې ددې پرېکړې په غبرګونو د اخوان المسلمين ګوند کوم غبرګون نه دی ښودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د