افغانستان

حامد کرزي له امريکايانو غوښتي چې په ولسي وګړو هوايي بريدونه بند کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې په ملکي وګړو هوايي بريدونه او چاپې غندلي دي او په امريکا يې غږ کړی دی چې په ولسي وګړو هوايي بريدونه بند کړي.

نوموړي د هلمند د سنګين او کونړ په مرورې ولسوالۍ کې په ولسي وګړو د وروستيو بريدونو په اړه خواشيني ښودلې ده او دا بريدونه يې غندلي دي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا ډول عمليات چې ولسي وګړو ته ځاني او مالي زيان اړوي ترڅنګ يې د سولې روانې پروسې ته هم زيان رسوي نو بايد چې ودرول شي.

په خبر پاڼه کې راغلي دی چې له مذاکراتو او تفاهم پرته سولې ته درسېدو بله لار نشته او په همدې وجه يې له امريکايانو څخه غوښتي چې په
افغانستان کې نظامي عمليات ودروي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په ځای دې د سولې لاره خپله کړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې په ملکي وګړو د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو تلفات تر بل هر وخت زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

كرزيه !
هر سومره صابون چى كار كرى تور مخ به دى سپين نشى ، ستا شوم قدم د أولى ورزى افغانان پيژنى .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x