سرچینه: د کرېکټ بورډ اجراییه رییس له دندې ګوښه شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزی د اجراییه ریاست له دندې ګوښه کړل شو.

د کرېکټ بورډ دننه سرچینو نن ټکي اسیا ته ویلي چې د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزی له دندې ګوښه کړل شو او پرځای یې اسد الله خان وټاکل شو.

شفیق الله عصمت ستانکزي په کرېکټ بورډ کې له تېرو څلورو کلونو او څو میاشتو راهیسې د اجراییه ریاست دنده پرمخ وړله، د نوموړي په دوره کې پر ده د ځینو لوبغاړو لخوا یو شمېر نیوکې هم شوي دي.

په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کرېکټ بورډ اجراییه ریاست څخه نور محمد مراد له دندې لرې کړ او پرځای یې شفیق الله ستانکز اجراییه رئیس وټاکه.

اسدالله خان د افغانستان ملي لوبډلې ښي لاسی توپوهونکی و چې په ۲۰۰۳م، ۲۰۰۴م او ۲۰۰۷م کال کې یې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبې هم ترسره کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د