د کیلې پوستکی؛ د کیلې نه زیاتې ګټې لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): مېوه خوړل پخپله د روغتیا لپاره بې اندازې ګټور خواړه دي، خو تر دې اندازې ګټه ترې پورته کول چې پوستکي یې هم ضایع نشي حیرانونکې او په زړه پورې دی.

هغه میوې چې پوستکی يې هم یو شمېر ګټې لري، مالټه، کیله او لیمو دي، چې په عام ډول یې خلک غورځوي، او یا زیات نه زیات څاروي ته یې اچوي، خو دلته د کیلې پوستکي یو شمېر حیرانونکې ګټې درښایو.

کیله داسې میوه ده چې کال و سر بازار کې موندل کیږي، ګټې يې هم بې شمېره دي، پروټين، فایبر، ویټامن A، B6، او C، پوټاشیم، میکنیشیم او په پراخه کچه وسپنه لري، خو که ددې پوستکي ګټې مو ولیدې هیڅکله به یې هم ونه غورځوئ.

د خارښ حل

د کیلې پوستکی د خارښ له منځه وړلو لپاره غوره نسخه ده، خارښ یوه شرموونکې ناروغي بلل کیږي، د کیلې تازه پوستکی به راواخلئ او پر هماغه ځای کوم چې خارښ کوي ښه ومښئ، سمدلاسه به مو خارښ له منځه ولاړ شي.

غاښونه سپينوي

بېلا بېلا خواړه او درمل د انسان غاښونه سپینوالي ته نه پریږدي، چې د سپينوالي لپاره بېلا بېلې مصنوعي لارې په کار اچول کیږي، چې پایله کې نورې ستونزې رامنځته کوي او یا هم غاښونه د کمزورۍ ښکار شي.

د غاښونو سپينوالي لپاره پرلپسې تر دوه اوونیو د کیلې پوستکي داخلي خوا په غاښونو هره ورځ ومښئ، غاښونه به مو سپين او له نورو ستونزو وژغورل شي، د کیلې پوستکي کې موجود پوټاشیم غاښونه سپينوي.

دانې او داغونه له منځه وړي

کیلې پوستکي کې ډير داسې اکسایډ ضد مادې موندلې کیږي چې پوستکی نرم او تازه کوي، د پوستکي څخه دانې او داغونه له منځه وړلو لپاره د کیلې پوستکی پر بدن ووهئ، او تر نیم ساعته یې پریږدئ بیا یې پرته له صابون او شامپو پریمنځئ، د لا غوره پایلو لپاره هر وخت دغه کار وکړئ.

ارامه خوب

د کیې پوستکي کې دوه داسې کیمیاوي (ټرپټوفین او سیریټونن) نومې مواد موجود دي چې خوب غوره او ارامه کوي، له بیده کېدو وړاندې د کیلې پوستکی وخورئ، که خوړل یې ستونزمن وي له دې څخه جوس جوړ کړئ بیا یې وڅښئ.

سترګو لید غوره کوي

د کیلې په پوستکي کې داسې عنصر «لیوټن» موندل کیږي چې د سترګو لپاره غوره بلل کیږي، لیوټن یو ځواکمن اکسایډ ضد ماده ده چې سترګې د لمر وړانګې لګیدلو زیان څخه ژغوري او د سترګې غټکی هم له ستونزو ژغوري.

کولیسترول کموي

فایبر؛ د کولیسترول کمولو لپاره غوره ګڼل کیږي، په کیلې پوستکي کې له کیلې څخه زیات فایبر موندل کیږي، فایبر په وینه کې کولیسترول د ګډولو څخه ساتي او غټو کولمو ته یې استوي، چې د وینې په لارو کې له ستونزو جوړولو پرځای له بدن څخه خارجیږي.

دغه ډول د کیلې پوستکی د مخ پوستکي خوشکي له منځه وړلو لپاره هم استعمالیږي، سربېره پر دې د کیلې پوستکی د بوټانو، بیګونو او داسې نورو توکو پاکولو کې هم په کار راځي.

په یاد ولرئ چې د استعمال څخه وړاندې د کیلې پوستکی په سمه توګه پریمنځل شو وي، ددې د استعمال بېلا بېلې لارې موندل کیږي، څوک یې د لسو دقیقو لپاره په اوبو کې جوشوي او بیا یې استعمالوي، او څوک یې دننه خوا خوري او یا هم استعمالوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د