مسعود اندرابي د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ملي امنيت پخوانی سرپرست مسعود اندرابي د افغانستان د کورنيو چارو د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې د تېر دسمبر په ۲۳ مه نېټه د کورنيو چارو وزارت له پاره امر الله صالح د سرپرست په توګه ټاکل شوی و خو نوموړي وروسته په ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني د لومړي مرستيال په توګه له ټاکلو وروسته د کورنيو چارو وزارت له سرپرستۍ څخه استعفاء ورکړه.

نوموړی په ۲۰۱۵ زيږديز کال کې د ملي امنيت د پخواني رئيس رحمت الله نبيل له استعفا وروسته د ياد رياست د سرپرست په توګه ټاکل شوی و.

د حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د افغانستان د کابينې د پنځه ويشتو وزارتونو د ويش په لړ د کورنيو چارو وزارت د عبدالله عبدالله په برخه رسېدلی دی.

د يادونې وړ دی چې دافغانستان ګن وزارتونه او رياستونه له ډېرې مودې راهيسې د سرپرستانو له لوري اداره کيږي او تر اوسه پورې د ګډ حکومت مشران په دې نه دي توانېدلي ترڅو خپله کابينه بشپړه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د