قيس احمد په پاکستان سوپر ليګ کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): دافغانستان ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی قيس احمد څه موده وړاندې په پاکستان سوداګريز ليګ کې اخيستل شوی و خو د څه شخصي لاملونو له کبله په ياد ليګ کې ګډون نه کوي.

قيس احمد د پاکستان سوپر ليګ بولۍ پرمهال د ملتان سلطانز لوبډلې لخوا د شاهد افريدي لوبډله کې واخيستل شو، خو اوس د نوموړي پرځای يادې لوبډلې استرالياوي لوبغاړی کريس ګرين غوره کړ‌.

سوکه ليګ سپينر اوسمهال د استراليا په بيګ باش ليګ کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې لخوا لوبيږي چې تر دې دمه يې دوه سيالۍ ترسره کړي او څلور ويکټې يې اخيستې دي، د نوموړي لوبډلې نيمه پايلوبې ته لار موندلې ده.

د پاکستان سوپر ليګ په بولۍ کې د افغانستان لخوا وقار سلام خيل هم اخيستل شوی و، خو نوموړی په يادو سياليو کې ګډون نه کوي، چې اوس د ايرلينډ پر وړاندې سياليو لپاره ملي لوبډله کې شامل شوی دی.

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ د شپږو لوبډلو په ګډون په ۱۴م فبروري په عربي اماراتو کې پېل کيږي، د يادو سياليو وروستۍ اته لوبې به پاکستان کې ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د