افغانستان

ولایتي شورا: فراه کې د پوليسو يو کنډک سقوط شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د پوليسو يو کنډک سقوط شوی دی او څو تنه امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د ولایتي شورا مرستيال شاه محمود نعيمي وايي چې په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو د پوليسو په کنډک بريد کړی دی او له ټولو وسلو او امکاناتو سره يې په خپله ولکه کې اخيستی دی.

نوموړی زياتوي چې په دې بريد کې امنيتي سرتيرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شميرو په اړه يې معلومات ورنکړل.

تر اوسه د فراه امنيتي مسؤلينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې طالبان هم ادعا کوي چې د پوليسو په کنډک بريد کې يې لږ تر لږه ۱۲ تنه پوليس وژلي او ۴ نور يې ژوبل کړي دي.

فراه د افغانستان يو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې وخت په وخت ورڅخه د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړو خبرونه ورکول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx