د طالب مرکچي پلاوي غړي

طالبانو په کابل کې د دفتر پرانيستو په اړه د اشرف غنی وړانديز رد کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ګډ حکومت د مشر اشرف غني هغه وړانديز رد کړی، چې په افغانستان کې به ورته دفتر پرانيزي او غوښتنه يې کړې، چې په قطر  کې دې د دوی سياسي دفتر په رسميت وپېژندل شي.

اشرف غني تېره ورځ د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې حکومت يې تيار دی، طالبانو ته په کابل، کندهار او يا هم ننګرهار کې دفتر پرانيزي.

خو طالبانو د حکومت دا وړانديز رد کړی او ټينګار يې کړی، چې ګډ حکومت به د سولې له روانو هڅو بهر وساتي.

د ګډ حکومت مشر د طالبانو په هغه  ټينګار هم نيوکې کړي، چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کيني او په مقابل کې يې د امریکا سربېره د اشرف غني له مخالفو سياستوالو په مسکو کې ناسته وکړه.

اشرف غني د طالبانو او امریکا ترمنځ له روانو خبرو هم اندېښمن دی او وايي، چې په دغو خبرو کې افغان حکومت ګوښه ساتل شوی دی.

تېره اونۍ په مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو له ناستې وروسته په ګډ پرېکړه‌ليک کې غوښتنه شوې وه، چې د سولې پروسې د بريا لپاره بايد په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په رسميت  وپېژندل شي، د هغوی په ډيپلوماټانو لګېدلي بنديزونه پورته شي او بنديان يې ازاد شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، چې د سولې په اړه د اشرف غني څرګندونې د سولې روانې پروسې ته د زيان رسولو په معنا دي.

دی وايي، چې د سولې لپاره د دوی دريځ او غوښتنې  روښانه دي.

د قطر دفتر وياند زیاته کړې، چې  د سولې خبرو د بريا لپاره بايد ملګري ملتونه په دوحه کې د دوی سياسي دفتر په رسميت وپېژني.

دا په داسې حال کې، چې د تېرې جنوري مياشتې په وروستيو کې طالبانو په قطر کې  د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امريکايي ډيپلوماټانو سره شپږ ورځې مسلسل ناسته وکړه او دواړو غاړو دغه ناسته ګټوره بللې وه.

اوس، چې ښاغلي خلیلزاد يو ځل د سولې په اړه د سيمې هېوادونو سفر پيل کړی، ټاکل شوې، د روانې فبروري مياشتې په ۲۵مه یو ځل بيا نوموړی په قطر کې د طالبانو سره د سولې په اړه بله ناسته وکړي.

د دواړوغاړو سربېره د سياسي چارو کارپوهان او عام افغانان دغې ناستې  ته خوشبينه دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
7 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

غنی احمق خو لېونۍ دی که طالبان دفتر په کابل کې خلاص کړي چې هیڅ منطق یې نه مني نو بیا خو یې د کابل مذدور ، بیکاره، اجیره اداره په رسمیت وپيژانده !! د خره به خرې خبرې وي !!

لونګ
میلمه
لونګ

د پنجاب ##. اوس چی تاسی په پیښور او کویټی کی شوراګانی لری دا په څه معنی؟ معلومداره خبره ده چی آی اس آی ته کار کوي. ځکه له هغه ځینه تغزهیه کیږی، کورنه مو هلته په امن کی دی او دلته جاهله او نا پوهه بیچاره ولس په نوم د اسلام قربانی کوی. الله مو ##.

پتنګ
میلمه
پتنګ

انډیواله چې سوال او ځواب کوې باید منطق ولرې ، خوشې لګیا يې ! تاریخ او سیاست زدکړه د غني او نورو ګډاګیانو پلوي په پټو سترګو د افغان مسلمان ملت سره ظلم دی ! زما هیواد اشغال دی هرڅوک چې زما سره بې شرائطو مرسته کوي کور یې اباد او مرسته یې اخلم دا یو نړۍ وال رواج دی که په تیر نړۍ وال تاریخ خبر یې !!

لونګ
میلمه
لونګ

طالبان ولی خپلی شورای ګانی په پیښور او کویټی کی جوړی نکړی. کابل ته دوی په کوم زړه راشی. چی هم به دلته دفتر لری او هم به انتحاری کوی.

Karwan
میلمه
Karwan

لونګه، که عقل خرځيدي نو تاته به مي يوڅه اخيستي وي.
کاروان

Ahmed
میلمه
Ahmed

دا ده امرېکا پلوېان سی خبری کوی داسې معلومېزی سی له عقله بېخی خلاص دی سپکه خبر او بی منطقه خبر ده دوئ عاد ت ده که په کابل کی طالېبان دفتر خلاص کی؟؟؟؟ شه. نور طالېبان له غنی سره په څه خبری وکړی؟؟؟؟؟ طالېب ده اشغال پائ غواړی غنی ئ دوام غواړی طالېب اسلامی نظام غواړی غنې سېکېولر نظام غواړی او ده دی کار لپاره خپل بادار ته زارئ کوی واشنګټن ته خطونه لېږی . شه که چېری دئ سړی سی او ده طالېب غوشتنی ‌ؤومنې، آېا دئ ده دی صلاحېت لری چی امرېکا ته ووائ سی نور دی… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د کاروان خان د نظر په هکله:
کوم چا خپل انډیوال ته همدا د کاروان خبره وکړه
هغه په ځواب کی ورته وویل:
خبره پدې کی نده چه عقل خرڅیږی که نه بلکه خبره پدې کی ده چي هغه څوک چي د رانیولو په لټه کی ئې دی سم ئې نه پېژنی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

کاروان صاحب ، عقل لری ، خو دالرو یی سترګی، غوږونه او خوله ټپه کړی نه پری حق ویلی شی ، نه پری حق اوریدلی او نه پری حق ویلای شی. د دوی لویه ستونزه د دوی حرص دی له بلی خوا نه اسلامی او نه مسلکی پوهه لری .
نه وجدان لری چه وشرمیږی او نه اسلامی پوهه لری چه له الله ج وډاریږی ، نو داسی کسان مه ګرموی دوی مجبور دی چه ډالر نن نه راټولوی څه وخت به یی راټولوی اسراییلو ته به د خالی په ورځ ماهیان زیات وو

حماد
میلمه
حماد

کابل بدبخته تل د یاغي ډلو لخوا کافر اعلان شویده، په قطر کې د طالبانو له دفتر سره نیژدې د امریکا ستره پوځي اډه شتون لرې، په کوټه، پیښور او اسلام آباد کې چیرته چې طالبان اوسې د فحاشۍ له اډو سره د امریکا حکم روایې چلیږې.
د کریملن ماڼی هم د طالبانو په نظر تر کابل تقدس لرې.

منطقونه دې هر یو یې غروي

فايز افغان
میلمه
فايز افغان

ستونزه دا ده چې هر څوک چې هم کابل کې واک ته رسيدلی نور يې بغاوت ته مجبور کړي.
ولس واک ته رسولي ، خو دوی د ټوپک شپیلۍ بيرته په خپل خواخوږو راړولې ده.
او ځان ورته افلاطون ښکاره شوی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

د احمد صاحب تبصره ډیره منطقی او په مستندو حقایقو تکیه لری او په ځانګړی ډول د اشغال د پلویانو په اړه یی ښه تشریح لیکلی او د امریکایانو د دوهم غلام ( دوهم نجیب ) په اړه یی ښه تشریح کړی . زه یی له تبصری مننه او ستاینه کوم