اشرف غني: د سولې له پاره دې مشورتي لويه جرګه جوړه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې له پاره دې د مشورو د پراختيا په خاطر مشورتي لويه جرګه جوړه شي.

محمد اشرف غني نن مازديګر په ارګ کې د سولې پروسې لومړنۍ مشورتي غونډې ته په خبرو کې وويل چې د سولې په اړه دې د راتلونکي کب مياشت کې مشورتي لويه جرګه جوړه شي او د افغانستان د ټولو خلکو استازي دې په کې ګډون وکړي ترڅو د سولې په اړه په کې بحث وشي.

نوموړي د سولې شورا د دارالانشاء په رئيس عمر داودزي غږ وکړ چې د سولې مشورتي غونډه جوړه کړي او د افغانستان حکومت به يې ملاتړ وکړي.

هغه يو ځل بيا په طالبانو غږ وکړ چې هيواد ته راستانه شي او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کيني.

اشرف غني تيره ورځ ننګرهار ته د سفر پر مهال هم ويلي وو چې تيار دی طالبانو ته د افغانستان په داخل کې دفتر ورکړي خو طالبانو د نوموړي دا وړانديز رد کړ او ويلي يې دي چې ګډ حکومت به د سولې له روانو خبرو څخه لرې وساتي.

محمد اشرف غني دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د دافغانستان د قضيې د سياسي حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خليلزاد نن له امريکا څخه افغانستان او د سيمې نورو هيوادونو ته خپل پنځم سفر پيل کړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

لويى جرگى خو دى پخوا لا خپله غلامى اعلان كرى وه او غاصب كفار يى په بادارى منلى وه .
دا كيلونه او مكرونه دى نور نه چليژى سمدم زان په داروه .

لونګ
میلمه
لونګ

هر څوک چی یو قدم د سولی لپاره په افغانستان کی خلی الله د اجر ورکړی. هغوی چی د سولی په نوم کله امریکایانو سره په میز ناست وی او کله هم روس اوایران ته منډی وهی کومه فایده نلری. ځکه چی سوله بیغر د حکومت سره په مزاکراتو کی د بل چا په مرسته نشی راتلای. سوله باید خپله افغانان راولی نه ####.