ناټو: سولې ته تر رسېدو به په طالبانو نظامي فشارونه زيات کړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونه او د فاع وزرات وايي چې سولې ته تر رسېدو پورې به په دې هيواد کې په طالبانو نظامي فشارونه زيات کړي.

په افغانستان کې د ناټو ماموريت وياند ډيوېډ بټلر وايي تر څو چې له طالبانو سره د سولې خبرې نتيجې ته رسيږي نو په طالبانو به تر هغې پورې هوايي بريدونه او نظامي فشارونه زيات کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت هم ويلي دي چې د هيواد په نژدې نيمايي ولایتونو کې يې د طالبانو په وړاندې نظامي عمليات پيل کړي دي او تر هغې به دا عملیات دوام کوي ترڅو طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاويد وايي چې تر هغې به د وسله والو طالبانو په وړاندې عمليات ترسره کوي ترڅو طالبان مجبور کړي او د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کيني.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو هوايي بريدونه او چاپې زياتې شوي دی چې زيات تلفات يې ولسي وګړو ته اوړي.

د ناټو ځواکونو او دفاع وزارت چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تيره ورځ د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې يوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې حاضر دی طالبانو ته د افغانستان په داخل کې دفتر ورکړي خو طالبانو يې دا وړانديز رد کړ.

طالبانو هم تر دې وړاندې څو ځلې ويلي دي چې په افغانستان کې به د بهرنيو ځواکونو تر موجوديت پورې خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي او زياتوي چې تر څو یو بهرنی سرتيری هم په افغانستان کې موجود وي له وسله والې مبارزې به لاس وانخلي.

تبصرې (3)

  • اوه پسله ...... چارزانو ، دا احمقان تر اوسه بيده وه لدى وروسته پر طالبانو فشار راولى ، پام چى خپل فشار مو اضافه نشى ،كله چى دباندى وزى پمپرس او كمربندان مو كلكوى .

  • د سولی د راوستلو د پاره فشار زیاتولو او که کمولو ته اړه وی؟ په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونه او د فاع وزرات وايي [ چې سولې ته تر رسېدو پورې به په دې هيواد کې په طالبانو نظامي فشارونه زيات کړي ]

    دغره ځناور تر دوی ډیر شرف لری ، هغوی مجبوره دی چه نور حیوانات وخوری واښه یی خوراک نه دی که هغوی نه خوری دوی مړه کیږی، مګر خپلو کی خو یو بل نه خوری او که هغه نور خوری هم د ضرورت له مخی . دغه د انسانانو په قیافو او چامو کی شیطان ځناور خو د نورو مظلومو انسانانو غوښی خوری ، داسی هم نه چه دوی وږی یا تړی دی ترسپیږمو ماړه دی مګر حریص دی څومره چه یی مړښنت زیاتیږی د قناعت په ځای لا او لا حریص کیږی.

  • یعنی تر اوسه مو لږ بیګناه افغانان وژلی دی او لا مو زړه نه دی به یخ شوی چه تر دی ورسته بی د وژنی او خرابی کجه نوره ور لوړه کی. انګریزان چه یو وخت د افغانانو څخه د شرمه ډکه ماته وخوړه نو بالاحصار کابل یی وسوڅاوه او نور تاریخی اٍثار یی ویجاړ کړل. نور چه وس اوقدرت کار کاوه چور او چباول یی ګډ کړ. تاسی هم د هغو نه باید کم نه شی. تاسی که د ځان سره ښه کوی خبل بار مو وتړی او رنګونه مو ورک کړی. افغانی میندی به بیا هم نر او باغیرته بچی وزیږه یی او بیا به بی هم د جتګ میدان ته ور واستوی.او ستاسو مرداری هیلی به د خاورو سره سمی کړی. حقیقت کی تاسی خان خطا باسی. ترمپ لا ستاسو په تیزو نور نه خطا وزی. جنګ چه سوړ شو میرګی تود سو دا یو متل شان ته خبره ده. ناتو اوس را ویښه سوه. هلکو احتیاط کوی چه خوږ می نه کی!اوس وخت د خبرو دی نه د جنګ