د اجراییه ریاست څخه په لرې کیدو د شفیق ستانکزي غبرګون

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا نن د دوشنبې په ورځ د اجراييه رييس ګوښه کېدل رسمي اعلان شول، شفيق ستانکزي په ياده پريکړه غبرګون ښودلی دی.

د کرېکټ بورډ پخوانی اجراييه رييس شفيق الله ستانکزی اوسمهال د کرېکټ نړيوالې شورا سره د رسمي ناستو په موخه په عربي اماراتو کې دی.

شفيق الله ستانکزي په خپله فيسبوکپاڼه ليکلي چې د يادې پريکړې څخه ناخبره دی او نه هم ددې په اړه کوم خبر ورکړل شوی دی.

د نوموړي په وينا د افغانستان کرېکټ بورډ اساسنامه د اجراييه رياست د ګوښه کولو او ګمارلو په اړه ښکاره احکام لري.

شفيق الله ستانکزي زياته کړې چې سبا د سه شنبې په ورځ به افغانستان ته راستنيږي او د ګوښه کېدو حقوقي اساسو ته په کتلو به خپل دريځ رسما څرګند کړي.

د يادونې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي نن په يوه خبري ناسته کې رسما اعلان کړه چې شفيق الله ستانکزی د دورې په پای ته رسولو له دندې کوښه او پر ځای يې د غوراوي کمېټې پخوانی غړی اسدالله خان وټاکل شو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نجم
میلمه
نجم

اجراييه ریس یی لکه د ګل مرجان نه منی.