حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳ کالو په عمر ومړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر، جهادي رهبر او د نجات ملي ګوند مشر حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳کالو په عمر د ورپښې ناروغۍ او زيات عمر له امله ومړ.

د مجددي کورنۍ  او د ګوند غړو د هغه د مړينې خبر تاييد کړی دی.

د هغه کورنۍ وايي، چې جنازه به يې د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په غازي سټډيوم کې له غرمې مخکې يوولس بجې ترسره شي.

حضرت صبغت الله مجددي په۱۹۲۶ کال کې د هېواد په ديني او صوفي «حضراتو»کورنۍ کې زېږېدلی و، خپلې لوړې زده کړې يې د مصر الازهر پوهنتون څخه کړې وې، بيا د کابل پوهنتون استاد و او د خلقيانو حکومت له راتلو وروسته يې پاکستان ته هجرت وکړ، هلته يې د شوروي يرغل پر وړاندې د ملي نجات جبهې په نوم ګوند جوړ کړ او د وسله وال جهاد سربېره تر ډېره د روغې جوړې پلوی و او د پخواني کميونست ولسمشر نجيب الله له نسکورېدو وروسته د دوو مياشتو لپاره د افغانستان جهادي ګوندونو په پرېکړه د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.

د امریکايانو له راتلو وروسته يې د ملي پيوستون ادارې مشري کړې، د افغانستان د مشرانو جرګې رییس پاتې شوی او د حکومت په مهمو پلويانو کې شمېرل کېده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

تر هغه ځایه چي زه خبر یم مجددی صاحب د شورویانو سره د سختی دښمنۍ پخاطر د لیونی سردار داوود لخوا په ۱۳۵۵ هجری کال له افغانستان څخه تبعید او د شمالی اروپا د ډنمارک په هیواد کی ئې د تبعید شپې ورځی تېرولې او د شورویانو تر تجاوز وروسته په پېښور کی میشت سو چي د فِلم د پاتی برخی تشریح ته ئې اړتیا نشته.
ځوی ئې یو وخت زما آشنا ؤ او ډېر شریف شخص دی ما ئې په اصطلاح نمک خوړلی دی که نه زما تر ژوندو د مړو سره ښه سات تېرېږی.

حکیمي
میلمه
حکیمي

ضبغت الله مجددي ته ددوۍ دکورنۍ په خاطر افغانانو په درنه سترګه کتل خو دامریکا یانوسره دامنیتي تړون اوامریکایانوته ددایمي پایګاوو دورکولو تربی شرمانه ټینګار وروسته یې دخلکوپه منځ کې دملي خاین په نوم شهرت پیداکړ دهیواد ازادي غوښتونکي ملت هغه یو پردی وباله او نن یې په مړینه ټول ازادي غوښتونکی ملت خوشحاله ده صبغت الله خپله کرغیړنه څیره هغه مهال لا پسې وښووده چي دچین په سفارت کې دنیم لغړو نجونو نڅاته دناستې عکسونه یې رسنیز شول که څه هم نوموړي هغه مهال وویل چي سترګې مې پټې نیولې وې خو خلکویې دااستدلال هم احمقانه استدلال وباله او… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

حکيمي صاحب له ليکني نه مو يوه نړي مننه. داسلام له نظره خو بايد چه سړي په مړيو پسي بد ونوائي، اما څوک چه بد وي نو بدي ئي نه پوټيږي. زما هم زړه ډير دردکړي، نو د الله ج څخه صبغت الله مجددي ته هغه سخترين دعذاب ځاي (جهانم)غواړم او خداي ددهغه هيځ ګناه ونه بخشي او ابدي جهانم ئي ځاي کړي. دي هم يو له هغونه دي، چه دامريکايانو په تړون ئي ډير ټينګارکاوه او نتيجه ئي وينو چه هره ورځ زموږ ځومره بيګناه خلک قتل عام کيږي. الله ددمجددي ټوله کورني تباه کړي. دنن تکي اسيا دمحترمو… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

زه یی په اړه نه ښه او نه بد لیکم ، اوس مړ دی