پاکستان د مهاجر کارت په اخيستو، د څه باندې لس زره پاکستانيانو شناختي کارتونه لغوه کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د نفوس شميرنې ادارې (نادرا) وايي چې د ۱۰ زره ۱۴۴ هغو پاکستانيانو شناختي کارتونه يې لغوه کړي دي چې د افغان کډوالو کارتونه يې جوړ کړي وو.

د پاکستان د نفوس شميرنې ادارې (نادرا) چارواکي وايي چې په دې هيواد کې يې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNHCR) په مرسته ياد کسان موندلي دي او د هغوی پاکستاني کارتونه يې لغوه کړي دي.

د نادرا چارواکي وايي چې يادو پاکستانيانو ددې له پاره خپل ځانونه افغان کډوال ګڼلي وو چې له يو اين ايچ سي ار نه د کډوالۍ په پلمه د يو نفر په سر ۴۰۰ ډالره ترلاسه کړي.

د پاکستان له دې اقدام وروسته يو شمير پاکستانيو د خپلو کارتونو د بيرته راګرځولو له پاره د پاکستان په بيلابيلو ښارونو کې محکمو ته خپل شکايتونه کړي دي.

د يادونې وړ ده چې درې کاله وړاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو پروسه ګړندۍ شوې وه او په پيښور کې د مهاجرينو رياست له لوري د خپل وطن ګل وطن تر شعار لاندې هيواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو کمپاين پيل کړی و چې ګڼ شمير افغان کډوال هيواد ته راستانه شول خو وروسته يې ۴۰۰ ډالر ۲۰۰ ته راښکته کړل چې ورسره د افغان کډوالو راستنېدل هم کم شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د