طالبانو د ټرمپ د وینا اړوند هیله‌مندي ښوودلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو په خپره کړې اوونیزه تبصره کې د ډونالډ ټرمپ کلنۍ وینا ته اشاره کړې او د طالبانو اړوند يې د هغه لهجه سولې ته هیله‌بښونکې بللې ده.

د تبصرې له مخې وړاندې تر دې د امریکايي چارواکو په خوله کې د طالبانو اړوند د «تروریستانو» کلمه اوښته را اوښته، خو لومړی ځل دی چې یو امریکايي مشر له دې کلمې تېرېږي.

«ډونالډ ټرمپ کانګریس ته په خپلې کلنۍ وینا کې اسلامي امارت ته د (مقابل لوري) خطاب وکړ چې د امریکايي ولسمشر په توګه د نوموړي په وینا کې دغه اصطلاح کارونه د امریکايي چارواکو په سیاست کې داسې ژور بدلون دی چې په مذاکراتي بهیر کې د مثبتو اغیزو توقع تري کیدای شي.»

د تبصرې له مخې له روان حالته د وتلو یوازینۍ لار د حقایقو منل دي: «تیر اتلس کاله امریکایانو او د هغوی پوځي ایتلافیانو او داخلي ملګرو یې له دغه ملموس واقعیت څخه چشم پوشي کوله او د خپل ځان په مقابل کې یې افغان جهادي مقاومت بهرنۍ مداخله بلله او د هغه ټول فتوحات او لاسته راوړنې یې نورو جهتونو ته منسوبولې.»

تبصره کې د مسکو ناستې ته هم اشاره شوې او دا پر واقعیتونو اعتراف بلل شوی، چې له امریکایانو سره اوږه پر اوږه ولاړو افغان مشرانو دا ومنله، چې بهرني ځواکونه له هېواده ووځي.

«د ماسکو په غونډه کي په تیرو اتلسو کلونو کي د کابل ادارې چلوونکو او د امریکایې یرغل د ملاتړ کوونکو سرلارو په یوه خوله د اسلامي امارت دا غوښتنه حق وبلله او تائید یې کړه چي بهرني پوځونو دي په مکمل ډول له افغانستان څخه ووځي.»

په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د سولې لپاره هڅه کوي او د زلمي خلیلزاد هڅو ته هیله‌من دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فايز افغان
میلمه
فايز افغان

رښتيا هم چې دا لويه لاسته راوړنه ده ، چې په سمه توګه ترې استفاده وشي.
نه داسې عجله چې مهمې نکتې پاتي او وروسته بيا لاس ټکول ګټه نه لري.
د سولې په هکله اسلامي امارت بايد د نړيوالو قوانينو پوهان له ځان سره ولري ، چې تر څو هر ټکی په غور سره وګوري مثبتې او منفي نکتې ترې وباسي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

هغه چه دوی ورته نړیوال قوانین وایی، نظم نوین جهانی یا نړیوال استعمار د مظلوم بشریت د استمثارولو د پاره جوړ کړی دی. بشریت ته نړیوالی الهی لارښودنی همدغه اسلامی لارښودنی دی هغه په قران او احادیثو کی په ښکاره او ساده ډول یادی شوی دی . هر هغه چا چه د قران ترجمه اوتفسیر کړی او هم یی احادیث او فقی کتابونه څه ناڅه لوستلی هم وی هغوی ته د بشریت او ټولو قوانینو معلومات دی ټول طالبان په مجموع سره او په ځانګړی هغه طالبان چه قطر کی د سیاسی اړیکو د پاره ټآکل شوی هغوی د ټولو… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مجاهد ته
په دا دنیا او په هغه دنیا ،الله ج ښه پناه ورکونکی او ښه رزق ورکونکی دی، توکل په الله ج وکړی پناه وروړی.او پریمانه رزق ورڅخه وغواړی.له انګریز څخه پناه او رزق غوښتل څه کیدای شی؟

مجاهد
میلمه
مجاهد

پرون مو روسانو او نن مو د امریکا په مشری د پنځوسو هیوادو غلامی منلی ، هغی ته پناه نه وایاست ، غلامی غنی په هالیند سفارت کی ډیپلومات کړی مګر د خلکو د خطا ایستنی د پاره تل د پکتیا د څټو کنډوی یادوی.